یونیسف: ټول افغانستان کې د ښوونيزو فرصتونه د پراختيا په حال کې يو

۸صبح کابل: د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق (یونیسف) وايي، تر ۲۰۲۳ کال پورې په ټول افغانستان کې ښوونيز فرصتونه پراخوي.
یونیسف پنجشنبه د ليندۍ پر ۱۷ د يوه ټویټ په خپرولو ويلي: «موږ ټولګي رغوو ترڅو د زدهکړې لپاره خوندي او مناسب وي.»
د دغه بنسټ په وينا، تر ۶۰۰ زرو زیات ماشومان پر زدهکړو بوخت دي.
یونیسف دا نه ده څرګنده کړې، چې ایا دا شمېرې په ټول هېواد پورې اړه لري که یوازې هغه بنسټونه پکې شامل دي چې د دې ادارې تر پوښښ لاندې فعالیت کوي.
په ټویټ کې راغلي: «موږ به هېڅکله د هر ماشوم د زدهکړې د حق له دفاع لاس وانهخلو.»
د یونیسف دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري او د چهارشنبې په ورځ د ليندۍ پر ۱۶ د دولسم ټولګي له نجونو وروستۍ ازموینه اخیستل شوې ده.