۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق اټکل کړی، چې په روان کال کې ښايي په افغانستان کې کابو ۳٫۲ میلیونه له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
یونیسف دا موضوع نن پنجشنبه د کب پر ۵، په یوه ټویټ کې مطرح کړې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي، چې د سلاکارانو او ګرځنده ډلو شمېر به زیات کړي.
په روغتون کې یوې مور یونیسف ته ویلي، چې یوازې اوبه او ډوډۍ خوري او په دې ډول خپل ماشوم ته شیدې نه شي ورکولای.
دا په داسې حال کې ده، چې له وروستیو اقتصادي بدلونونو وروسته، په هېواد کې د بېوزلۍ او لوږې کچه لوړه شوې او په دې لړ کې ماشومان د مرګ په لومړۍ کرښه کې دي.