۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په نورستان کې له سېلابځپلو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او زیانمنو شویو ته یې د بېړنیو روغتیايي خدماتو د پیل خبر ورکړی دی.
نوموړي بنسټ سهشنبه د چنګاښ پر ۳۰مه په اېکس کې لیکلي چې د افغانستان په ختیځ په ځانګړې توګه د نورستان په مرکز پارون کې ناڅاپي سېلابونو ځينې کسان مړه کړي او درانه مالي زیانونه یې اړولي دي.
د یاد سازمان په خبره، د یونیسف او شریکانو ډلې یې په سیمه کې دي او سېلابځپلو ته یې د پاملرنې په موخه یو ګرځنده روغتیايي کلینیک جوړ کړی دی.
یونیسف زیاته کړې چې دا مرکز به په نورستان کې سېلابځپلو ته رواني او بېړني روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
په افغانستان په ځانګړې توګه په نورستان کې وروستیو سېلابونو د ځاني زیان ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اړولي او بشردوستانه مرستو ته یې اړتیا پراخه کړې ده.






