یونیسف په افغانستان کې د کووید-۱۹ واکسین کمپاین، دویم پړاو پیل اعلان کړ

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کووید-۱۹ واکسین، د ګړندیتوب په موخه، د خپل کمپاین دویم پړاو پیل کړ.
نن چهار شنبه ( د غبرګولي په ۱۰مه) یونیسف پخپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د واکسین دا پړاو د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې، د واکسین د نړیوالې ټولنې (GAVI) په مرسته، پیل شوی دی.
دغه سازمان زیاته کړې چې د کووید-۱۹ واکسین، د ګړندي کولو د کمپاین دوهم پړاو به، د روان زیږدیز کال د جون تر اتمې پورې دوام ومومي.
د یونیسف په وینا، تمه کیږي چې ۲٫۳ ملیون نارینه او ښځینه به د کووید – ۱۹ واکسین لومړني دوز او پیاوړي کوونکی دوز ترلاسه کړي.
دغه بنسټ، افغان وګړو ته اعلان کړی چې که چا د کرونا ویروس واکسین تر اوسه نه وي ترلاسه کړي، نو لا ډېره ناوخته نه ده، اوس واکسین ترلاسه کړئ!
دا په داسې حال کې ده چې د روان زیږدیز کال په فبرورۍ میاشت کې، د کووید-۱۹ واکسین کمپاین لومړی پړاو، تر سره شو.
ددغه کمپاین په ترڅ کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې، شاوخوا ۲،۳ میلیونه کسان واکسین شول.
د یادولو وړ ده، چې د کرونا واکسین په لومړي ځل د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت پر مهال، هیواد ته رالېږدېدلی و.