یونیسف په لوګر کې د ښځینه ښوونکو د روزنې لپاره ۲۶ نوي روزونکي وګومارل

۸صبح، لوګر: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د لوګر ولایت پوهنې ریاست د ښځینه ښوونکو پیاوړتیا په موخه، د ازادې سیالۍ له لارې، ۲۶ تنه نوي ښوونکي وګومارل.
په لوګر ولايت کې، د طالبانو دپوهنې رياست وياند (محمدشاهپور عرب) وايي چې ددغو ښوونکو ازموينه، د دوشنبې په ورځ (غبرګولي په لومړۍ نيټه) پاى ته ورسيده .
دغه شمېر ښوونکي، د یونیسف په مالي مرسته د دوو کلونو په موده کې، د نجونو د ښوونځیو د دولسمو ټولګیو د ښوونکو علمي کچې د لوړولو او روزلو په موخه، ګمارل شوي دي.
د دغو بستونو لپاره په رقابتي ازموينه کې، د لېسانس تر کچې ۴۰ تنو ښځينه ښوونکو برخه اخيستې وه، چې ۲۶ تنه يې بريالي شوي او ډېر ژر به د قراردادي ښوونکو په توګه، خپله دنده پيل کړي.
تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ۲۰۲۲ میلادي کال په پیل کې په ټول هیواد کې، د ښوونکو د معاشونو د ورکولو مسولیت په غاړه اخیستی و.
په لوګر ولایت کې د ښوونکو د روزنې موسسې، ۱۶ کاله وړاندې خپل فعالیت پیل کړی او تراوسه یې شاوخوا ۴ زره ۵۰۰ نارینه او ښځینه ښوونکي، په مسلکي توګه روزلي دي.