۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق وایي چې، په افغانستان کې ژمي د دغه هېواد ترټولو زیان منونکې طبقې ته په وحشیانه ډول زیان رسولی دی.
یونیسف دوشنبه د سلواغې پر ۲۴ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې د روان کال د ژمي په یوه میاشت کې په افغانستان کې سلګونه ماشومان د یخنۍ او د موسمي ناروغیو له امله مړه شوي دي.
د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق د معلوماتو له مخې، دغه شمېر ماشومان د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې په ټول افغانستان کې مړه شوي دي.
خو یونیسف په افغانستان کې د مړو شویو ماشومانو کره شمېر نه دی وړاندې کړی.
له بلې خوا دغه بنسټ وايي، چې په تېرو اونيو کې يې تر شپږ زرو جوړو زياتې جامې ماشومانو ته ورکړي او په ورته وخت کې يې په څه باندې څوارلس زره کورنيو نقدي پیسې وېشلي دي.
د شمېرو له مخې تېره مياشت په هېواد کې د سړې هوا له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي او زرګونه کسان د يخنۍ او د تنفسي ناروغيو له امله روغتونونو ته تللي دي.