یونیسف: د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۸۸ افغان ماشومان مړه او ټپیان شوي

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق د سمنګان په مرکز کې د الجهاد دیني مدرسې د چاودنې په غندلو سره اعلان وکړ، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۸۸ ماشومان مړه او ټپیان شوي دي.
یونیسف چهارشنبه شپه د لیندۍ پر نهمه نېټه په یو لړ ټویټونو کې په افغانستان کې له ټولو لوریو غوښتي، چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره هر څه، چې کولای شي ویې نه سپموي.
د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق زیاته کړې، چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې په افغانستان کې په تېره بیا پر مدرسو او روزنیز چاپېریال د بریدونو له امله ۲۸۸ ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې ښايي اصلي شمېرې له اعلان شوي شمېر څخه لوړې وي.
یونیسف د چهارشنبې د ورځې د چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ له څرګندولو سره زیاته کړې، چې د سمنګان په مرکز کې پر الجهاد ديني مدرسه د بريد د خبر په اورېدو سخت خواشيني شوي دي.
یونیسف دا خبر په داسې حال کې ورکړی، چې څه موده وړاندې د کابل په لوېديځ کې پر کاج ښوونيز مرکز د ځانمرګي بريد په پایله کې لسګونو تنه زدهکوونکي مړه او ټپیان شول.