یونیسف په راروان ژمي کې له ۱۱۱ زره کورنیو سره نقدي مرسته کوي

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف افغانستان کې په راروان ژمي کې تر سلو زرو له زیاتو کورنیو سره د نقدي مرستو له په پام کې نیولو خبر ورکړی دی.

یونیسف دوشنبه ماسپښين د لړم پر ۳۰ یوه ټویټ کې لیکلي، چې افغانستان کې میلیونونه تنه د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري.

د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق ټینګار کړی، چې نقدي مرستې له افغان کورنیو د ملاتړ لپاره ترټولو غوره لار ده.

یونیسف ویلي، چې په پام کې لري په ژمي موسم کې له ۱۱۱ زره افغان بېوزله کورنیو سره نقدي مرستې وکړي.

یونیسف د نقدي مرستو د کچې په اړه او کومې کورنۍ چې ټاکل شوې له دغو مرستو برخمنې شي، څه نه دي ویلي.

د ویلو ده، چې د ملګروملتونو سازمان بشردوستانه برخو له دې مخکې په افغانستان کې له ستونزمن ژمي خبرداری ورکړی و.

ورته لیکنې

Back to top button