۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف اعلان کړی، چې افغانستان کې ماشومان ترټولو زیات د لوږې له زیان سره مخ دي.
یونیسف سه شنبه شپه د لیندۍ پر ۱۵ یوه ټویټ کې ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې ۸۷۵ زره افغان ماشومان له سخت ډنګروالي کړېږي.
د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق ویلي، چې د دغو ماشومانو د درملنې لپاره بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.
د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې د ملګروملتونو سازمان بشردوستانه څانګو افغانستان کې په ځانګړې توګه په راروان ژمي کې د لوږې او بېوزلۍ له زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.