هرات کې نجونو لپاره د یونیسف روزنیز پروګرام

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف په هرات ولایت کې د نجونو لپاره د مسلکي روزنې د یوه پروګرام له پيل څخه خبر ورکړی دی.
یونیسف چهارشنبه د لړم پر ۱۸ د ټویټونو په خپرولو ویلي، چې دغه روزنیز پروګرام د نهو میاشتو لپاره د بریتانیا په مالي ملاتړ پیل شوی دی.
په دې روزنیزه دوره کې نجونو ته د کیک او کلچې جوړول ښودل کېږي.
یونیسف د دغه پروګرام د لګښت او د زدهکوونکو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق ویلي، چې دغه پروګرام د نجونو لپاره د یوې امنې فضا برابرولو او د هغوی د عملي ملاتړ لپاره اغېزناک دی.