نامعلومو وسله والو په کابل کې د زمردو یو سوداګر وواژه

۸صبح، کابل: په پنجشیر کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د زمردو یو سوداګر، په کابل ښار کې د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوی دی.
نن شنبه (وري ۵) ۸صبح ورځپاڼې ته سرچینو ویلي، چې دغه سوداګر (غلام مصطفی) نومېده او د پنجشنبې په ورځ (وري ۳) د کابل ښار په دارالامان سیمه کې، نامعلومو کسانو په ډزو وژلی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، غلام مصطفی د پنجشېر ولايت د خنج ولسوالۍ د پاوات کلي اصلي اوسېدونکی و او په کابل ښار کې يې ژوند کاوه.
غلام مصطفی درې اولادونه لري او مور او پلار یې هم بوډاګان دي.
تر اوسه پورې د دې پیښې اصلي انګیزه روښانه نه ده؛ خو سرچينې د دغه سوداګر د نږدې ملګرو په حواله وايي، چې ښايي د «سوداګريزو رقابتونو» له امله وژل شوى وي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې جنايي پېښې زياتې شوې دي.
په تازه پېښه کې د ننګرهار ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې نامعلومو وسلهوالو یو کس وژلی دی.