ناپېژاندو کسانو په غزني کې یو ښوونځی سوځولی

۸صبح، غزني: په غزني کې سیمه ییزې سرچینې وايي، ناپېژاندو کسانو په دغه ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ سوځولې ده.

د غزني ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست اړوند، غزني ښار اړوند د البیروني ښارګوټي د ابتدایي ښوونځي ودانۍ، د جمعه په شپه (د غوایي ۸مه)، سوځول شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د اورلګېدنې له امله، د دغه ښوونځي ټول وسايل له منځه تللي دي.

د غزني د مهاجرینو ښارګوټې د البیروني ښوونځی چې څلورکاله وړاندې، د افغانستان د پخواني حکومت له خوا جوړ شوی، ۸ ټولګي لري.

ويل کيږي چې په دغه ښوونځي کې، څه دپاسه شپږ سوه تنه نارينه او ښځينه زده کوونکي په زده کړو بوخت ول.

په غزني کې طالبانو تر اوسه د دغه ښوونځي د سوځولو په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د روانې میاشتې په پیل کې، په فاریاب ولایت کې د نجونو د یوه ښوونځي ودانۍ هم سوځول شوې ده.

ورته لیکنې

Back to top button