ارزګان کې ناپېژانده کسانو لسو روزنیزو ټولګیو ته اور ورته کړی

۸صبح، ارزګان: ارزګان کې سیمهییزو سرچینو د ناپېژانده کسانو له خوا د لسو روزنیزو ټولګیو د سوځېدو خبر ورکړی دی.
ارزګان کې یوه ځایي سرچینه وایي، چې سه شنبه شپه د مرغومي پر دیارلسمه نېټه لس په خاص ارزګان ولسوالۍ کې لسو روزنیزو ټولګیو ته اور اچول شوی دی.
د سرچینو په وینا دغه ټولګي د خاص ارزګان په کوتزي، نکروز، چهاراسیاب او شیخه کلیو کې سوځېدلي دي.
ارزګان کې طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې دغه سیمهییز ټولګي د سيایسي موسسې له خوا د ماشومانو د روزنې لپاره د خلکو په کورونو کې جوړ شوی وو.