ملګري ملتونه: افغانستان تېر کال شاوخوا ۴۹۰ زره ټنه غنم د ناقانونه کښت له امله له لاسه ورکړي دي

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر وایي: «افغانستان تېر کال شاوخوا ۴۹۰ زره ټنه غنم، د ناقانونه کښتونو له امله له لاسه ورکړي دي.»
د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر نن چهارشنه (وري۲مه) په يوه ټویټ کې وویل چې دغه اندازه غنم له هغو زمکو ترلاسه کېدلای شول چې په غیرقانوني فصلونو؛ لکه کوکنار او چرس ورباندې وکرل شول.
دغه بنسټ اټکل کړی، چې په افغانستان له ۲۱ میلیونو ټنو زیاتو خوراکي توکو، له نهبسیاینې یا کمښت سره مخ دی.
د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه ۳۲ سلنه زیاته شوې وه.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې، تېر کال په افغانستان کې پر ۲۳۳ زره هکتاره زمکه کوکنار کرل شوي و.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ډلې نالیدل شوي مشر ملاهبت الله اخندزاده، د تېر کال په لومړیو کې، د یوه فرمان په ترڅ کې، د نشه يي توکو د کښت د منعې اعلان کړی و.
د طالبانو مشر په خپله وروستۍ پریکړه کې د چرسو په کښت هم بندیز لګولی دی.