د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت، (یوناما) د افغانستان په سیاست او اقتصاد کې، مهم لوبغاړی شو. او له هغه وروسته په ډېرو مواردو کې، په افغانستان کې، د نړیوالې ټولنې استازیتوب کوي. له بده مرغه پهدې موده کې، ډېر ځله لیدل شوي، چې یوناما، د خپل ماموریت له مخې او لکه څنګه چې د خپلنوم سره یې ښایې، رول نهدی لوبولی. او ډېری وخت یې، د یوه شرکت په څېر، د ځانګړو ګټو لپاره کار کړی دی!
تر هرڅه مخکې، یوناما د بشردوستانه مرستو په رسولو او د خپل موقف په ساتلو او له طالبانو سره په اړیکو کې، د اصلي لوبغاړي په توګه، د خپل نفوذ پر پیاوړيکولو، تمرکز کړی. یوناما له نړیوالې ټولنې او همداراز له طالبانو او د افغانستان له خلکو سره چلند کوي. په افغانستان کې یې پراخ نفوذ او اړیکو او د هېواد بېلابېلو برخو ته، د طالبانو او طالبچارواکو د لاسرسي امکانات، په یو داسې یو څه بدل شوي، چې دغه سازمان یې، په نړیوالو فورمونو کې، پخپله ګټه کاروي. او په بدل کې یې، له مرسته کوونکو هېوادونو څخه، د «مرستو» په بدل کې، افغانستان ته ډېرې پیسې راټولوي.
په ۲۰۲۲ زېږدیزکال کې، ملګرو ملتونو له مرسته کوونکو هېوادونو، د ۴،۴ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، چې له دې جملې څخه نږدې، ۲ میلیارده ډالر ورکړل شوي دي. ملګري ملتونه ددې مرستو د وېش او تخصیص د مدیر او سرتهرسونکي په توګه، د دومره زیاتو پیسو په واک کې لرلو سره، د فشار خورا مهم هرم په لاس کې لري. څرنګه چې بشردوستانه مرستې، د دیپلوماسۍ یوه وسیله ده او هېوادونه هڅه کوي، چې ددې مرستو له لارې، د جګړې په سیمو کې، وضعیت تر اغیز لاندې راولي، ملګري ملتونه هم د مرستو د مدیریت او وېش په برخه کې، د یوه مهم لوبغاړي او ماهر منځګړي په توګه، په سیاسي او دیپلوماتیکو کارونو بوخت دی. دا اداره په افغانستان کې، د مرستو د وېش له شبکې او په افغانستان کې له خپل پراخ نفوذ څخه، په ګټې اخستلو سره، د معلوماتو د راټولولو لپاره کار اخلي او دغه معلومات په نړیوالو فورمونو، د پټو او څرګندو دیپلوماتیکو او سیاسي ادارو ته د ارزښتناکه توکو په توګه وړاندې کوي او په ورته وخت کې، د مرستو له پیسو څخه په طالبانو باندې د نفوذ لپاره کار اخلي.
له همدې امله، -کېدای شي، ووایو- یوناما نور هغه بنسټ نهدی چې د ملګرو ملتونو په منشور کې تعریف شوی؛ بلکې یو سیاسي، اقتصادي او دیپلوماتیک منځګړیتوب دی، چې د کلونو کار او تجربې له لارې یې زده کړي، چې د مرستوبازار نه زیانمنېدو پخاطر، څنګه د بشري مرستو دیپلوماسۍ ته درناوی وکړي او داسې دریځ غوره نهکړي چې یو طرف ور څخه ناراضه شي!
د افغانستان د وضعیت په اړه د راپور ورکولو په برخه کې یوناما، د ګټو غوښتونکی چلند لري، له ارقامو او حقایقو سره لوبې کوي، او له تخریبي اقداماتو او بېپرې راپورونو پرته اغېزمن اقدام نهکوي. دلته موږ ددې ادارې د راپورونو او چلند ځینې مثالونه ذکر کوو:
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي مرستیالاستازي (مارکس پوتزل) چې د جرمني یو له مهمو سیاسي څېرو څخه و، چې د کابل له سقوط مخکې، له طالبانو سره په تماس کې و. او وروسته چې د لویدیځو هېوادونو په افغانستان کې رسمي دیپلوماټیک فعالیتونه ودرول، هغه له نوي څېرې او ملګرو ملتونو سره میدان ته راغی!
هغه له طالبانو سره د لویدیځ په دیپلوماسۍ کې یو مهم شخصیت او اغېزناک لوبغاړی دی. هغه راپور کې، چې د ۲۰۲۲ زېږدیزکال د سپټمبر په ۲۷ مه، هغه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړ، هغه یو سوداګریز او دیپلوماتیک دریځ درلود او د داسې سازمان د استازي په څېر یې خبرې نهکولې، چې منشور یې له الهام بخښونکو پیغامونو او هېله درلودونکو ژمنو څخه ډک وي:
«موږ، د ملګرو ملتونه … په بنسټیزو بشري حقونو او د انساني شخصیت په کرامت او ارزښت او د نارینه او ښځینه او همدارنګه د کوچنیو او لویو ملتونو ترمنځ په برابرو حقونو باور لرو… او د عدالت د ټينګښت لپاره، د لازمو شرايطو رامنځته کولو… لپاره کوښښ کوو.»
په داسې حال کې چې طالبانو د هېواد نیمايي نفوس له کاري چاپېریال، تعلیم او ټولنې څخه په بشپړه توګه ایستلی او د هېواد پاتې اوسېدونکي یې، د بشري ضد فرمانونو په پلي کولو، د صحرایې محاکمو په ترسره کولو او د قوانینو په لغوه کولو سره، په بېلابېلو محرومیتونو محکوم کړي دي، بندیان وژني او په اکثریت خلکو یې، لوږه او بېسارې فقر مسلط کړی دی، ښاغلي پوتزل په امنیت شورا کې، خپله وینا په داسې دوه اړخیزه او ناسمه جمله پیل کړه: «په تېرو څو میاشتو کې [په افغانستان کې] مثبت پرمختګونه شوي دي، خو دا پرمختګونه ډېر کوچني او ډېر ورو دي او د منفي عواملو له امله اغېزمن شوي دي.»
د ۲۰۲۲ زېږدیزکال په پای کې، موږ ټول د طالبانو د شاتګ شاهدان وو او د ښځو پر حقونو او مدني آزادیو یې وروستي میخونه ولګول؛ خو د ملګرو ملتونو استازي خپل راپور، د مثبتو پرمختګونو په خبرو پیل کړ، چې دده په وینا ډېر ورو و، او د منفي عواملو لخوا اغیزمن شوي! دا ډول دریځ، یوازې د هغه چا څخه لیدلای شو، چې د خپلو ګټو په تلاش کې وي او نهغواړي چې د کوم طرف زړونه خپه کړي. او د هغه د کار بازار ته زیان ورسېږي! له داسي کس به څه تمه ولرې؟ هغه د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونو ته هم اشاره کوي، خو ددې لپاره چې د امنیت شورا غړي ناهیلي نهشي او د جګړو بازار او بشري مرستو ته زیان ونهرسیږي، هغه سمدستي زیاتوي چې «د طالبانو مشران وایي چې دا پریکړه د امیر هبتالله له خوا شوې ده …. چې د هغه شاوخوا، افراطي ډلې لخوا یې ملاتړ کیږي؛ خو د تحريک اکثريت غړي، چې ددې بهیر د بدلولو وس نهلري او یا نهغواړي، دغه پرېکړه یې تر پوښتنې لاندې راووستلی.»
آیا د یوه داسې سازمان استازی چې «د اساسي بشري حقونو او د انساني شخصیت وقار او ارزښت او د نارینه او ښځینه مساوي حقونو ملاتړ کوي» که هغه په رښتیا ورباندې باور ولري، ایا داسې قضاوت کولی شي، چې ووایي، د طالبانو اکثره مشران افراطي نهدي او یوازې د هبت الله اخند شاوخوا کسان، افراطیان دي؟ په دې وینا کې، ښاغلي پوتزل څو ځلې ددغې ډلې، د لاسته راوړنو او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، په افغانستان کې، د پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.
طالبان د ناامنۍ عامل وو او کله چې واک ته ورسېدل، داسې څوک نه وو چې ددې ډلې په څېر لارې، سړکونه، ښارونه او کلي په دوزخ بدل کړي. نو د ملګرو ملتونو استازی، ولې د حقایقو په پټولو بوخت دی؟ پوتزل، د خبرو په دوام کې هغه بیا د طالبانو د استازي په توګه راڅرګندېږي او وایي: «که څه هم طالبان ادعا کوي، چې صادرات یې زیات کړي، د افغانیو ارزښت یې ساتلی او د عوایدو بشپړ راټولول یې پلي کړي، خو د سړي سر عاید د ۲۰۰۷ کال کچې ته راښکته شوی دی – د پنځلسو کلونو اقتصادي، رشد یې له منځه وړی! خو د طالبانو د واکمنۍ د نورو دروغو دعو په شان ددې ادعا جزئیات هم نامعلوم دي. د طالبانو د واکمنۍ د بدمرغۍ په اړه، د خلکو د ذهنونو له مغشوشولو پرته، د داسې جملو ویلو پایله بل څه کېدلای شي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان اکثره خلک وږي دي او د طالبانو اداره په بهرنیو مرستو متکي ده، د اقتصادي پرمختګ په اړه د طالبانو ادعا ته څه اړتیا ده او په دوه مخي ډول خبرو کولو ته څه اړتیا ده؟ «ددې ادعا جزیات هم نامعلوم دي». ولې ددې ډلې د اقتصادي لاسته راوړنو په اړه د طالبانو د ادعاوو د جزئیاتو تر شا څه وګورو؟ آیا د ملګرو ملتونو همدې ادارې، څو ځله راپور نهدی ورکړی چې د هیواد له ۹۰٪ څخه زیات اوسیدونکي، د ډوډۍ په موندلو کې ستونزې لري؟
د طالبانو په امارت کې، د ښاغلي پوتزل د یو نیم کلن فعالیت ریکارډ د پوښتنې وړ دی او څو ځله په رسنیو کې، پرې نیوکې هم شوې دي.
کابل ته د ملګرو ملتونو د پلاوي وروستی سفر او هغه اعلامیه چې ددغه سفر په پای کې، د یاد سازمان له خوا خپره شوه، هم هیله بښونکې نه وه او د مرستندویه هېوادونو په دیپلوماسۍ کې، د منځګړي په رول کې یې، ددغه بنسټ دریځ نور هم زیانمن کړ، هغه سازمان چې په سوداګرۍ، معلوماتو، اړیکو او مرستو کې بوخت و. له طالبانو سره په معامله کې، دغه سازمان پخپل منشور، د بشري حقونو په اعلامیې او ګڼو نړیوالو کنوانسیونونو تکیه نهکوي، د هغه په استناد چې دا د افغان ولس له اساسي او بشري حقونو نه دفاع نهکوي او نه هم په سیمهییزه او نړیواله کچه، د طالبانو د غیر انساني کړنو، پر وړاندې مبارزه کوي؛ بلکې د یوې قراردادي انجیو او محافظهکاره سیاسي لوبغاړي په څېر، د ځانګړو ګټو په لټه کې دی، چې د طالبانو د دریځ د نرمولو لپاره، په سیمه ییزه توګه هڅه کوي. په همدې موخه کابل ته تر سفر مخکې، ددغه سازمان پلاوي، د اسلامي همکاریو سازمان له مشرتابه، د اسلامي پراختیایي بانک او د افغانستان لپاره د هېوادونو له سفیرانو او ځانګړو استازو سره وکتل او د هغوی د مشارکت لپاره یې، له طالبانو سره د «تعامل» وړاندیزونه مطرح کړل. وروسته يې په کابل او کندهار کې، د ښځو د کار په برخه کې، له «ځينو استثناوو» څخه د مننې په ترڅ کې، له هغوى سره خبرې وکړې او د طالبانو د مشرانو غوښتنې يې واورېدې.
د یوناما په اعلامیه کې، د «ځینو استثناءاتو اهمیت» باندې ټینګار، پخپله د شرم وړ دی. دا حقیقت چې طالبانو یو شمېر یې، ښځو ته په نړیوالو موسسو کې، د کار کولو اجازه ورکړې، د مننې وړ خبره نهده! آغلې (آمنه محمد) پخپلو اشارو او الفاظو سره، د ملتونو او خلکو د استازې په توګه، نه ښکارېده. د آغلې امينې، دغو خبرو ته چې د یوناما د جنورۍ د شلمې نېټې په اعلاميه کې شاملې شوي، پام وکړئ او وګورئ چې کومه اداره چې د خلکو او ملتونو له اساسي او بشري حقونو څخه دفاع کوي، داسې دريځ نیسي؟ د هغې له قوله ویل شوي، زما پیغام ډېر څرګند و: « په داسې حال کې، چې موږ د ښځو د کار په برخه کې، د مهمو استثناوو هرکلی کوو؛ خو دغه محدودیتونه، افغان ښځې او نجونې پخپلو کورونو کې بندې ساتي، حقونه یې تر پښو لاندې کوي او ټولنه یې له خدمتونو بېبرخې کوي.» ولې د ملګرو ملتونو استازې، په داسې غیر انساني شرایطو کې، د ژورې انديښنې د څرګندولو او د خبرداري ورکولو پر ځای، د ځینو ښځو د کار لپاره د استثنا پهخاطر، د طالبانو هرکلی وکړي؟ هغه ولې د ښځو د حقونو د سرغړونې په اړه، په دومره بېپرې توګه خبرې وکړي؟
ددغې اعلامیې په دوام کې، د آغلې آمنې له قوله ویل شوي: «زموږ د ټولو هیله یو سوکاله افغانستان دی چې له خپل ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې او د تلپاتې پراختیا په لاره روان وي. خو همدا اوس، افغانستان، چې د زمکې پرمخ، د اقلیم د بدلون له امله، یو تر ټولو زیانمنونکی هیواد دی، د یوه ناوړه بشري ناورین په منځ کې [په نړۍ کې] ځان لا نور ګوښه کوي.»
ايا تاسو پوهېږئ، چې اغلې امينې، طالبان د افغانستان استازي بولي او ددې پر ځاى چې ووايي چې طالبانو د هېواد خلک يرغمل کړي، د تروريستي کړنو او ټوپک په زور يې دولت غلا کړى او د غيرانساني سياستونو په پلي کولو سره يې، هېواد شاته غورځولی؟ هغه وایې چې افغانستان ځان منزوي کړی دی! هغې د تروریزم او افراطیت د خطر روښانولو پر ځای، د اقلیم د بدلون خطر یاد کړ! آیا په رښتیا هم د افغانستان د نن ورځې اصلي او بیړنۍ ستونزه، د موسم بدلون دی او میرمن امینه، افغانستان ته د وچکالۍ او سیلابونو د اغیزو د ارزونې او که د طالبانو د غیرانساني سیاستونو د پایلو په اړه ارزونې او د خلکو د حقونو او آزادیو د دفاع او په دې اړه نړیوالې ټولنې ته د پیغام رسولو لپاره افغانستان ته تللې وه؟
آیا د افغانانو بشري حقونه او له ترهګرۍ او افراطیت څخه د ژغورلو هڅې، د ملګرو ملتونو لومړیتوب نهدی؟ هغه سازمان په وسطه بازیو، د مرستو د راټولولو او د ډالرو د بنډلونو په سپارلو او وېشلو بوخت دی، که نه نو د آغلې امینې ساتونکو به، د طالبانو تر ولکې لاندې، زموږ پر هېوادوالو باندې د تپل شوي کړاو په اړه، درک ترلاسه کړې وای او ددې ډلې بیرغ سره به یې، له خندا په ډکو خولو، یادګاري عکس نه وای اخیستی.
د مامورینو چلند د مشرانو د پالیسۍ هېنداره ده. هغه اداره چې د طالبانو ضد دریځ لري، اړوندانو ته یې خامخا ویل کېږي، چې باید داسي هېڅ حرکت او وینا ونهکړي، چې طالبانو سره د همکاری په معنا وي! موږ افغانان، په دې څو لسیزو کې، له ملګرو ملتونو سره په چلند کې پوهیږو، چې دوی څنګه د وړو ماموریتونو په ترڅ کې، د سیاسي، کلتوري او ټولنیزو حساسیتونو درناوي په اړه، د سخت چلند پروتوکولونه لري او کارمندان یې په دې اړه پوره پوهاوی لري. که د ملګرو ملتونو په وروستي پلاوي کې، د طالبانو له تګلارو د ناخوښۍ احساس شوی وای؛ نو خامخا به دا نارضايتي د پلاوي د ساتونکو په چلند کې رابرسېره شوې وه او دوی به ددې جرئت نه کاوه، چې په یوه داسې افغانستان کې، يادګاري عکس واخلي، چې د بېساري اقتصادي، سیاسي او بشري حقونو په بحران کې را ایسار دی؛ دا خو پرېږده، چې د طالبانو بیرغ لاندې دې عکس واخلي او د جهاد ګوته پورته کړي.
دا پیښې باید زموږ خلک- په ځانګړې توګه لوستي خلک او سیاستوال- په دې پوه کړي، چې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه، هیله لرل ناسم کار دی. د ملګرو ملتونو په ګډون، هر څوک په سوداګرۍ بوخت دي او ترڅو چې د طالبانو ضد ځواکونه، د سیاست او جګړې په ډګر کې، د نفوذ خاوندان نشي او د خپل ملي حاکمیت، ازادۍ او بشري حقونو څخه د دفاع په لاره کې، لارښود نشي، د طالبانو شر او ترهګري به، له هېواده ورک نشي!