د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر: ظریفه یعقوبي او همکاران یې دې خوشي شي

۸صبح، کابل: د طالبانو له خوا د ظریفې یعقوبي او د ورسره کسانو له نیول کېدو دوې اونۍ وروسته اوس د ملګروملتونو سازمان د هغوی د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو دفتر جمعه د لړم پر ۲۷ ویلي، چې ټول افغانان د بیان او عقیدې ازادي لري.
دغه دفتر ظریفه یعقوبي او همکاران یې افغانستان کې د بشري حقونو د دفاع کوونکو په توګه یاد کړي او د هغوی د ازادۍ غوښتنه یې کړې ده.
د دغه سازمان په ټویټ کې راغلي: «د ښځو ځپل او د هغوی د کار کولو محدودیت په یوازیتوب سره پر هغوی کومه اغېزه نه لري، بلکې پر ټوله ټولنه اغېز کوي.»
له دې مخکې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر ویلي، چې طالبان باید د دغو اعتراض کوونکو د نیول کېدو لاملونه روښانه کړي.
طالبانو مخکې ویلي وو، چې دغو اعتراض کوونکو له بهر څخه هدایت اخیست او له همدې امله نیول شوې دي.
طالبانو د ښځو حقونو فعاله ظریفه یعقوبي او د هغې څلور همکاران پنجشنبه د لړم پر ۱۲ د کابل په دشت برچي سیمه کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ونیول. هغوی غوښتل، چې د «برابرۍ لپاره د افغان مېرمنو د غورځنګ» موجودیت اعلان کړی.