د ملګروملتونو سازمان ویاند: موږ په افغانستان کې د اعدامونو په اړه ژوره اندېښنه لرو

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو د عمومی منشی د دفتر ویاند سټیفنی ټرېمبلې وایی، دا سازمان په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته د لومړني اعدام په اړه سخت اندېښمن دی.
د راپورونو له مخې ټریمبلي چهارشنبه د لیندۍ پر ۱۶ یوه خبري غونډه کې وویل: «نن په افغانستان کې په عام محضر کې د اعدام په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوو. زموږ دریځ دا دی چې ملګري ملتونه د مرګ د سزا خلاف دي او موږ غواړو چې د اعدام سزا وځنډول شي.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ له بیا ټینګولو وروسته په عام محضر کې ډېر خلک او په خاصه توګه ښځې په دُرو وهلي او سنګسار کړي یې دي. خو نړیوالو فورمونو تر دې دمه د دې موضوع په اړه د اندېښنې په څرګندولو بسنه کړی ده.