ملګري ملتونه: هاګ محکمه باید د ښځو پر وړاندې د طالبانو بندیزونه د بشریت ضد جرمونو په توګه وڅېړي

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتی، چې د طالبانو لخوا پر افغان ښځو لګول شوي بندیزونه، د بشریت پرضد جنایتونو په توګه وڅېړي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) نن دوشنبه ( د غبرګولي په ۸ مه) ددغه سازمان د کارپوهانو په حواله، ددې موضوع راپور ورکړی.
په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ زېږدیزکال د اګست له ۱۵مې را وروسته، د طالبانو لخوا په افغانستان کې وضع شوي محدودیتونو او قوانینو، د ښځو ژوند په نښه کړی او نارینه له دې بندیزونو مستثنی وو.
ددغه راپور له مخې، د ۲۰۲۳ زېږدیزکال د مۍ په لومړیو کې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو لخوا پر افغان ښځو لګول شوي محدودیتونو په اړه خپلې ارزونې خپرې کړې.
د دوی موندنې ښیي چې د طالبانو کړنې د ښوونې او روزنې، کار، تګ راتګ ازادۍ، روغتیا، فزیکي خپلواکۍ او تصمیم نیولو، سوله ییزو غونډو او انجمنونو او عدالت ته د ښځو د لاسرسي په برخو کې، د افغان ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي.
د ملګرو ملتونو یوه کارپوه، د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي، چې دا وڅېړي چې ایا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بشریت ضد جرمونه او جنسي تېري شوي او کنه؟
د ملګرو ملتونو دوو خپلواکو کارپوهانو، ددې سازمان د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیت او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض د کاري ډلې مشرې (دوروتی استرادا تانک) په افغانستان کې د طالبانو لخوا په ۲۱ میاشتو واکمنۍ کې، پر ښځو لګول شوي محدودیتونه څېړل شوي دي.
تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو لخوا پر افغان ښځو د لګول شویو محدودیتونو د څېړنې په پای کې، د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي وو چې دا چاره دې، د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو پر وړاندې د بشریت ضد جرمونو له نظره وڅېړي.
بل خوا، په دې وروستیو کې، د ۸صبح ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې، د افغانستان په درېیو شمالي ولایتونو کې، د طالبانو په زندانونو کې د ښځینه بندیانو له حقونو له جدي سرغړونو څخه پرده پورته کړه.
په راپور کې راغلي چې طالبانو د فاریاب، جوزجان او سمنګان ولایتونو په زندانونو کې، له ښځینه بندیانو څخه د جنسي غلامانو په توګه کار اخیست او په ځینو مواردو کې یې له جنسي تیري وروسته، په ډزو ویشتلي دي.