کندز کې ناپېژانده وسلهوالو یو سوداګر وواژه

۸صبح، کندز: کندز کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې یو سوداګر د ناپېژانده وسلهوالو په ډزو کې وژل شوی دی.
دغه سوداګر غلامحسین عنایت نومېده او جمعه د مرغومي پر دېرشمه نېټه د کندز ولایت د علياباد ولسوالۍ په قزلسای سیمه کې وژل شوی دی.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ عنایت داسې مهال ناپېژانده کسانو په نښه کړ، چې له کندز ولایت څخه کابل ته روان و.
کندز کې طالبانو د دغه سوداګر د مړینې په تایید په دې تړاو د څېړنو له پیل څخه خبر ورکړی دی.
د ویلو ده، چې څو ورځې مخکې هم یو سوداګر په بغلان ولایت کې د ناپېژانده وسلهوالو له خوا ووژل شو.