نامعلومو کسانو په کابل کې یو دیني عالم وژلی

۸صبح، کابل: په کابل ښار کې سرچینې وایي چې نامعلومو وسله والو په دغه ښار کې یو دیني عالم وژلی دی.

د یوې باوري سرچینې په وینا، دغه دیني عالم چې مفتي روح الله نومېده، د یکشنبې په شپه (د غوایي په ۱۰ مه) د کابل ښار د ۱۹مې ناحیې اړوند د پولچرخي په سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.

ویل کیږي چې مفتي روح الله د ماسخوتن د لمانځه له اذان مخکې د نامعلومو وسله والو له خوا په نښه شو.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغه دیني عالم ویشتل شوی جسد په عکسونو کې لیدل کیږي چې نوموړی د قران کریم په ګډون د هغه د درسي کتابونو ترڅنګ وژل شوی دی.

ویل کیږي چې مفتي روح الله یو له هغو کسانو څخه و چې له طالبانو سره یو ځای شوی و.

تر اوسه کومې ډلې د دغه ديني عالم د وژنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

طالبانو هم په کابل کې د مفتي روح الله د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستيو کې په کابل او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې مرموزې وژنې زياتې شوې دي.

Back to top button