زابل کې نامعلومو وسله والو یو هټیوال وژلی دی

۸صبح، کابل: په زابل کې سیمه ییزې سرچینې وایي، ناپېژاندو وسله والو په دغه ولایت کې یو هټیوال په ډزو وژلی دی.

دغه پېښه د شنبې په شپه (د غوایي په ١٦مه)، د زابل ولايت د شاجوى ولسوالۍ په (کجيرخېلو) کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه هټيوال د پنځو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوى دى.

ويل کيږي چې وسله وال کسان، له ډزو وروسته په تيښته بريالي شوي دي.

د وژل شوي سړي نور هويت او د پېښې عاملين لا نه دي معلوم.

په زابل کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په زابل کې په دې وروستیو کې د مرموزو وژنو پېښې زیاتې شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې، څه موده وړاندې د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې، یو صراف  د خپل ملګري له خوا وژل شوی و.

Back to top button