۸صبح، فراه: په فراه کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې، یو ځوان د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.
سیمه ییزو سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې دغه ځوان تېره ورځ مازدیګرمهال (د غوایې په ۱۲مه) د فراه ولایت مرکز اړوند د (سنګزور) په سیمه کې وژل شوی دی.
ویل کېږي، چې ددغه ځوان له وژلو وروسته، وسله والو درې سوه زره افغانۍ نغدې او د هغه موبايل هم له ځانه سره وړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ځوان (محمد نعيم) نومېده او د فراه ولايت د پشترود ولسوالۍ اوسېدونکى و.
تر اوسه د دې وژنې اصلي انګیزه نه ده معلومه شوې.
طالبانو پېښه تایید کړې خو نور جزیات نه دي ورکړي.
په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې مرموزې وژنې زياتې شوې دي. پرون په لوګر ولايت کې هم يو ځوان ووژل شو.