کاپیسا کې ناپېژانده وسله‌والو دوه طالبان ووژل

۸صبح، کاپيسا: سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې کاپیسا کې دوه طالب جنګیالي په جلا پېښو کې د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوي دي.

لومړۍ پېښه کې د ناپېژانده کسانو په ډزو کې د طالبانو د استیناف محکمې د رییس موټر چلوونکی ووژل شو او ښځه یې ټپي ده.

دغه پېښه سه شنبه ناوخته د مرغومي پر شپږمه نېټه د کوهستان د دویم حصې ولسوالۍ په اړوند رېګ‌ روان کلي کې شوې ده.

بله پېښه چې چهارشنبه غرمه‌مهال د مرغومي پر اوومه نېټه د کوهستان د دویمې حصې ولسوالۍ په اړوند پل مرادخواجه سیمه کې شوې ده، یو طالب وژل شوی او بل یې ټپی دی.

خو کاپیسا کې ځایي طالبانو د نن ورځې پېښه رد کړې او ویلي یې دي، چې وژل شوی کس د مقاومت جبهې غړی و.

د طالبانو په وینا، د دغې جبهې یو بل غړی هم د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button