نامعلومو وسله والو په ننګرهار کې د پخواني حکومت د ځانګړو ځواکونو یو غړی وژلی دی

۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې سیمه ییزې سرچینې وایی، ناپېژانده وسله والو په دغه ولایت کې د تېر حکومت د ځانګړو ځواکونو یو غړی وژلی دی.

یوې باوري ځايي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د تېر حکومت د ځانګړو ځواکونو دغه غړی ریاض احمدزی نومېده او د جمعې په ورځ ماښام مهال (وري ۲۵)، د ننګرهار په ولایت کې د نامعلومو وسله والو له خوا د خپل کور مخې ته په ډزو وژل شوی دی

ریاض احمدزی د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی و.

د دغه پخواني سرتېري د کورنۍ غړو د رياض احمدزي د وژنې د عاملينو د هويت له څرګندولو ډډه کړې ده.

په همدې حال کې يوه بله سرچينه وايي چې طالب جنګیالیو په جلال اباد ښار کې د پخواني حکومت د ځانګړو ځواکونو پر دغه غړي ډزې کړې دي.

تر اوسه کومې ډلې د احمدزي د وژنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د پخوانيو دولتي سرتېرو د وژنې پېښې زياتې شوې دي.

د تېرې اوونۍ په پای کې هم د تېر حکومت د ملي امنیت یو کارکوونکی په کابل ښار کې د خپل کور مخې ته د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

Back to top button