بلخ کې ناپېژانده وسلهوالو د یوې کورنۍ اووه غړي ووژل

۸صبح، بلخ: بلخ کې د طالبانو ځایي مسوولان وایي، چې په دغه ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.
بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري ویلي، چې د دې کورنۍ غړي جمعه شپه د سلواغې پر ۱۴ د چمتال ولسوالۍ په «جر قلعه» کلي کې د ناپېژانده وسلهوالو له خوا وژل شوي دي.
بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ویاند د معلوماتو له مخې څلور ماشومان، دوې ښځې او یو سړی د دې پېښې قربانیان دي.
تر اوسه د دې کورنۍ د غړو د وژلو لامل روښانه نه دی.
افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.