نامعلومو وسله والو په کاپیسا او ننګرهار ولایتونو کې دوه کسان وژلي دي

۸صبح، کاپيسا: ځايي سرچينې وايي، چې په کاپيسا او ننګرهار ولايتونو کې، ناپېژاندو وسله والو دوه تنه په ډزو وژلي دي.

لومړۍ پېښه کې پرون د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ۱۲ مه) شاوخوا ۱:۳۰ بجې د کاپیسا مرکز اړوند د (پاینده خېلو هروکي) په کلي کې نامعلومو وسله والو یو کس وواژه.

د دغه کس (همیشه ګل) نومېده او د خپل کور مخ ته وژل شوی دی.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هم د دې پېښې پخلی کړی دی.

په کاپيسا ولايت کې د طالبانو امنيې قوماندانۍ وياند (عبدالفتاح فايز) وايي چې ددغې پيښې په اړوند يو کس ددغې ډلې له خوا نيول شوى دى .

په همدې حال کې په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې نامعلومو وسله والو په دغه ولایت کې هم یو هټیوال په ډزو وژلی دی.

دا پېښه د جمعې په شپه، شاوخوا ۹ بجې (د غبرګولي په ۱۲مه) د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې، رامنځته شوې ده.

دغه وژل شوی کس (محمدعارف) نومېده او ددې ولسوالۍ په بازار کې يې ننوایي درلوده.

تر اوسه د دغو دوو کسانو د وژنې انګېزه نه ده معلومه، د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې، جنايي پېښې او مرموزې وژنې ډېرې شوې دي.

په دې اړه پوهان وايي، چې د دې ډول پېښو د ډېرېدو يو لامل بېوزلي او بېکاري ده.

Back to top button