نامعلومو کسانو د جوزجان د آقچه د حج او اوقافو مدير وژلی دی

۸صبح، جوزجان: په جوزجان کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د دغه ولایت د اقچې ولسوالۍ د حج او اوقافو مدیر د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.

ځايي سرچينې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي، چې دغه پېښه نن سهار د (کب۲۸)  د اقچې ولسوالۍ د (خرابات کوڅې) په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د آقچې د حج او اوقافو مدير مولوي (عبادالله)، د ناپېژاندو کسانو له خوا د چاقو  په ګزارونو سره وژل شوى دى.

تر اوسه د مولوي عبادالله د وژنې لامل نه دی معلوم .

تر دې دمه کومې ډلې ددې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

په جوزجان کې طالبانو د دغې پېښې پخلی کړی دی؛ خو دوی په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

څه موده وړاندې په فاریاب ولایت کې، د طالبانو د اقتصاد رئیس مولوي (عبدالرحمن منصور) هم نامعلومو وسله والو ترور کړ.

ورته لیکنې

Back to top button