په فاریاب کې نامعلومو کسانو یو دولس کلن ماشوم په دار ځړولی

۸صبح، فاریاب: په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې نامعلومو کسانو په دغه ولایت کې، یو ۱۲ کلن ماشوم په دار ځړولی دی.
دا پېښه د یکشنبې په ورځ (وري ۱۳) د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ (بیش بله) په کلي کې، رامنځته شوې ده.
د سرچينو له مخې، نامعلومو کسانو دغه ماشوم له خپل کوره بهر راځړولى دى.
که څه هم، تر اوسه پورې، ددې پیښې اصلي انګیزه نه ده معلومه؛ خو سرچینې زیاتوي، چې ښايي نوموړی د کورنۍ شخړې له امله وژل شوی وي.
ځايي طالب چارواکو ددغه ماشوم د وژل کېدو خبره دروغ بللی.
د فارياب ولايت امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې دغه ماشوم د ناڅرګندو دلايلو له امله، ځان وژنه کړې ده .
د يادونې ده، چې له څو مياشتو راهيسې، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې جنايي پېښې زياتې شوې دي.
په تازه پېښه کې، د جمعې په ورځ (وري ۱۱) نامعلومو کسانو په کاپیسا کې یو ماشوم وژلی او جسد یې سوځولی و.