زابل کې نامعلومو کسانو د نجونو یو ښوونځی سوځولی

۸صبح، زابل: په زابل کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې نامعلومو کسانو په دغه ولایت کې د نجونو د يوه منځني ښوونځي ودانۍ ته اور اچولی دی.

د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه د (وري۲۲مه)، د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په شوخک کلي کې رامنځته شوې ده.

ويل کېږي چې د دغه ښوونځي ودانۍ ته د اور لګېدو په ترڅ کې ټول اداري اسناد او کتابونه هم سوځېدلي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د دغه ښوونځي ودانۍ ولې او د چا له خوا سوځول شوې ده.

طالبانو په زابل کې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو سوځول بې سارې نه دي. لس ورځې وړاندې هم د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ودانۍ د نامعلومو کسانو له خوا سوځول شوې وه.

ورته لیکنې

Back to top button