نامعلومو کسانو په کونړ کې يو ښوونځی سوځولی دی

۸صبح، کونړ: د کونړ ولایت سیمه ییزې سرچینې وایي، چې نامعلومو کسانو ددغه ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې یو ښوونځی سوځولی دی.
سرچینه زیاتوي، چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۴ مه) د چپې درې ولسوالۍ په (چمبرک) سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچينو معلوماتو له مخې، دغه ښوونځي وداني نه درلوده، چې د سيمې خلکو په خپل لګښت د زده کوونکو لپاره په خيمو او لرګيو درسي خونې جوړې کړې وې.
په کونړ کې طالب چارواکو د دغه ښوونځي سوځېدل تاييد کړي او په دې برخه کې يې د پلټنو خبر ورکړی دى.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ سره، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل شول.