بې‌پیلوټه الوتکو د ایبک ښار پر اسمان ګزمه وکړه

۸صبح، سمنګان: سمنګان ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې د دغه ولایت د مرکز ایبک ښار پر اسمان د بې‌پيلوټه الوتکې د ګزمې خبر ورکړی دی.

سرچینې سه‌شنبه د لړم پر ۲۴ وایي، چې د نن ورځې مازدیګر ۴:۰۰ بجې شاوخوا په ایبک ښار او حضرت سلطان ولسوالۍ کې B52 الوتکې او دوې سکورټي الوتکې د ګزمې په حال کې لیدل شوې دي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې دا الوتکې د کوم هېواد دي.

طالبانو هم په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اونۍ پر شنبې ورځ د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ پر اسمان هم بې‌پیلوټه الوتکو ګزمه کړې وه.

نږدې درې میاشتې مخکې بې‌پیلوټه الوتکو د تخار په درقد او خواجه‌بهاو‌الدین ولسوالیو کې دوه بریدونه ترسره کړل، چې تلفات یې هم اړولي وو.

ورته لیکنې

Back to top button