۸صبح، کابل: د زمکې د تودوخې له ډېرېدو او د ګرمۍ په زیاتېدو سره، برتانوي څېړونکو د تودوخې له خطر سره مخ هېوادونه په ګوته کړي. افغانستان، نیو ګیني، او مرکزي امریکا، د تودوخې د ویجاړونکو څپو له لوړ خطر سره مخ هېوادونه پیژندل شوي دي.
ساینس آلرت (ساینسي خبرتیا) ادارې نن دوشنبه (د غوایي ۱۱مه) په یوه راپور کې ویلي دي، چې چین او مرکزي اروپا هم د لوړ خطر لرونکو سیمو په توګه پیژندل شوي دي.
د بریتانیاوي څیړونکو د راپور له مخې«پالیسي جوړونکي او حکومتونه باید د اوسنيو ریکارډونو هاخوا پیښو لپاره چمتووالی ونیسي – په ځانګړي توګه د موسمې بدلون له امله رامنځته شوي بدلونونو د اندازې د زیاتېدو امکان لري.
ویل کیږي چې څیړونکو پخپلو څیړنو کې، د موسم وروستي ماډلونه او د نړۍ د نفوس معلومات کارولې.
څیړونکو ویلي دي چې د تودوخې څپې دومره شدیدې دي چې د شته وسایلو په واسطه یې وړاندوینه نه شوني ده.
د برتانوي څیړونکو موندنې ښیي چې د تودوخې لوړه درجه نه یوازې د انسان د مړینې لامل کیږي، بلکې د کرنې په برخه کې هم ویجاړونکي ده او ویجاړونکي اغیزې لري، چې د اور د خطر زیاتوالی له ځان سره لري.
ویکي تامپسون، په انګلستان کې د بریسټول په پوهنتون کې، د هوا پیژندنی پوهاند هم یو څه امید لرونکي خبرونه لري: «تیاری نیول په رښتینې معنا د مړینې شمیر کموي. په دې تیاریو کې په ښاري چاپیریال کې د ځینې ځایونو یخ کول او د کاري ساعتونو بدلول یا کمول شامل دي.»
په راتلونکو ورځو او میاشتو کې د بې ساري تودوخې له خبرداري سره سره، په افغانستان کې طالبانو تر اوسه د تودوخې له امله د طبیعي پیښو سره د مقابلې لپاره د خپل چمتووالي په اړه څه نه دي ویلي.