امریکايي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله لیکلي، چې پر کابل هوايي ډګر د مرګوني برید، بریدګر له بګرام زندان څخه خوشې شوی و. د دغو چارواکو په خبره، پر هوايي ډګر برید د داعش ډلې د یوه بریدګر له لوري شوی، چې پر کابل د طالبانو له واکمنۍ څو ورځې وړاندې له زندانه خوشې شوی و.
پر کابل هوايي ډګر برید د روان کال د وږي(سنبلې) پر څلورمه وشو. دا برید په داسې حال کې وشو، چې زرګونه کسان د وتلو په موخه کابل هوايي ډګر ته راټول شوي وه. که څه هم د امریکا استخباراتي چارواکو د برید په تړاو خبرداری ورکړی و، خو له بریده مخنیوی ونه شو. د دغه برید په پایله کې د ۱۳ امریکايي ځواکونو په ګډون له ۱۷۰ ډېر کسان ووژل شول او له ۲۰۰ زیات ټپیان شول. سيانان د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دغه برید د داعش ډلې د یوه غړي له لوري شوی، چې د کابل تر سقوط څو ورځې وړاندې له بګرام زندان څخه خوشې شوی و. په تېرو شلو کالو کې د بګرام هوايي ډګر کنترول د امریکايي ځواکونو په لاس کې و. دغو ځواکونو د روان کال د سرطان پر یوولسمه پخواني حکومت ته له خبر ورکولو پرته یاد هوايي ډګر پرېښود.
د معلوماتو له مخې د بګرام او پلچرخي په بندخونو کې د داعش او طالبانو لسګونه بندیان وه. طالبانو پر دغو بندخونو له کنترول وروسته خپل بندیان خوشې کړل، چې دې سره د داعش ډلې سلګونه بندیان هم له بنده ازاد شول. امریکايي ځواکونو ویلي، تر دغې پېښې یوولس ورځې وروسته یوه خوشې شوي بندي، کابل هوايي ډګر ته څېرمه انتحاري برید وکړ، چې په پایله کې یې ۱۳ امریکايي ځواکونه ووژل.
د یادونې وړ ده، چې د کابل له سقوط سره هممهاله د امریکايي ځواکونو په ګډون د نورو هېوادونو زرګونه ځواکونه کابل هوايي ډګر کې میشت شول او د تخلیې بهیر یې پیل کړ. دې بهیر شاوخوا دوه اوونۍ وخت ونیوه او د افغانانو په ګډون ۱۲۳ زره کسان نورو هېوادونو ته ولېږدول شول.
امریکايي چارواکو په داسې حال کې د بریدګر هویت په ډاګه کړ، چې له برید یوه ورځ وروسته، داعش ومنله چې برید دغې ډلې کړی دی. دغې ډلې ویلي، دا برید «عبدالرحمن لوګري» کړی او ویلې دي، چې نوموړی وتوانېده له ټولو امنیتي تدابیرو سره سره ځان د امریکايي ځواکونو پنځه مترۍ ته ورسوي.
سيانان ویلي، دا ډول بریدونه د راتلونکي لپاره خطرناک دي او د نظارت لپاره د امریکايي ځواکونو له شتون پرته احتمالي ګواښوونه روښانه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکايي ځواکونو د پوځ لوی درستیز مارک میلي خبرداری ورکړی و، ممکن د یوولسم د سپتمبر ګواښوونه کم شوي وي، خو کېدای شي القاعده او داعش ډلې ځواکمنې شي او نړیوالې ټولنې ته سرخوږی جوړ کړي. نوموړي ویلي، دا ډلې کولای شي، له یوه کال څخه تر درییو کالو پورې سر راپورته کړي. مارک میلي ټينګار کړی، چې امریکا دنده لري، ترڅو وضعیت وارزوي او د احتمالي بریدونو په تړاو له خپلو اتباعو ساتنه وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ډاډ ورکړی، چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ نه شته.
ورته مهال د امریکا په سنا مجلس کې جمهوري غوښتونکي استازي کن کالورت له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو وتل د دا ډول پېښو لامل بللی او زیاته کړې ده، د ناکامه او ناورینوونکي وتلو له امله د یوه رایهورکوونکي په ګډون ۱۳ امریکايي ځواکونه ووژل شول. نوموړي په داسې حال کې د امریکايي ځواکونو وتل ناکام بللي، چې له بګرامه د وتلو له امله د بایدن دولت له پراخو نیوکو سره مخ شو. تازه د امریکا په سنا مجلس کې ځيني جمهوري پالو غړو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي غوښتنه کړې ده. د جمهوري پالو ګوند دوو مخکښو غړو جاش هالي او ریک اسکات، داسې لایحه وړاندیز کړې، چې له مخې یې د امریکا د ګانګرس انتخابي کمیټه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه ټولو پوښتنو ته ځواب ووايي.
دا په داسې حال کې ده، چې بایدن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ننګه کړې او ویلي دي، چې د دوحې تړون د افغانستان د دولت د پاشل کېدو لامل شوی دی. که څه هم د بایدن د دولت چارواکي په افغانستان کې د امریکا ماته مني، خو ټينګار کوي، چې د دوحې هوکړه د طالبانو د بري لامل شوې ده. د دوحې تړون چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹ لاسلیک شوه، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یې یقیني کړل. دا هوکړه د دې لامل شوه، چې امریکا د حکومت په بندخونو کې د پنځه زرو طالب بندیانو د خلاصون لپاره هڅه وکړي. که څه هم طالبانو په وار وار ویلي، چې دا بندیان د جګړې ډګر ته نه دي راستانه شوي، خو امریکايي او افغان چارواکو په رسمي ډول منلي و، چې دا ټول بندیان د جګړې لومړۍ کرښې ته تللي دي.