د امریکا دفاع وزارت د عراق په اربیل هوايي اډه کې د ایران د بېپيلوټه الوتکې په برید کې د وژل شوي امریکايي سرتېري نوم او انځور خپور کړی دی.
فاکس نیوز سهشنبه د جولای پر ۲۱مه راپور ورکړی چې د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د شمالي کارولینا ایالت اوسېدونکی ۳۰ کلن مایکل اېمانویل سوینټون د جولای پر ۱۹مه وژل شوی دی.
امریکا له دې مخکې د دوو نورو امریکايي سرتېرو نومونه او انځورونه هم خپاره کړي چې له ایران سره په جګړه کې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه دوام لري.






