د روسیې په وړاندې له اوکراین څخه پر ملاتړ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار

د اوکراین پر خاوره د روسیې له توغندويي برید وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل اوکرایني سیال سره په خبرو کې له کي یف څخه د واشنګټن پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چهارشنبې د نومبر په ۱۶مه په یوه ټویټ کې لیکلي چې روسیې په وروستيو توغندويي بریدونو سره، په اوکراین کې د انرژۍ بنسټیزې برخې له منځه وړې دي.

بلینکن د اوکراین او پولنډ د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په خبرو کې ویلي چې د څېړنو له ترسره کولو وروسته، د توغنديي توپان په وړاندې به نور ګامونه له نږدې همغږي کړو.

پر اوکراین د روسیې په وروستي برید کې، یو شمېر توغندي د اوکراین او پولنډ ترمنځ سرحدي سیمو کې چې د ناټو غړي دي لګېدلي.

ورته لیکنې

Back to top button