۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان وضعیت پاکستان کې د بریدونو د زیاتېدو لامل شوی دی.
د دغه وزارت ویاند نډ پرایس د پاکستان په کراچۍ کې پر یوه پوهنتون برید د بېلګې په توګه یاد کړی، چې په پایله کې یې درې چینایان او څو پاکستانيان ووژل شول.
پرایس وویل، چې امریکا غواړي، د پاکستان پر پوله له ترهګرۍ سره مبازرې ته دوام ورکړي.
د هغه په وینا، ترهګرۍ سره مبارزه او سرحدي امنیت دوې هغه موضوعګانې دي، چې امریکا په دې برخه کې همکارۍ ته لېواله ده.
پرایس زیاته کړه: «موږ خپلو دوو اړخیزو اړیکو ته درناوی لرو. موږ غواړو، په هغو برخو کې چې له پاکستاني شریکانو سره ګډې ګتې لرو، یو بل سره همکارۍ ته دوام ورکړو.»
تر دې مخکې، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې امریکا له پاکستان سره خپلې امنیتي مرستې بېرته ګرځولې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر عمران خان په باور، امریکا غواړي، چې د پاکستان له هوایي اډو د افغانستان وضعیت وڅاري.