۸صبح، کابل: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغانستان ته د دغه هېواد د برېښنا صادرات بیا پيلېږي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه د سلواغې پر درېیمه نېټه په یوه بیانیه کې ویلي، چې افغانستان ته برېښنا په دې وروستیو کې د سړې هوا، د سونتوکو د کمښت او د حرارتي انرژۍ په مرکزونو کې د ستونزو له امله پرې شوې وه.
په همدې حال کې د طالبانو د رسنیو د مرکز رییس انعامالله سمنګاني سه شنبه د سلواغې پر څلورمه په یوه ټویټ کې ویلي، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د برېښنا د صادراتو د بیا پیل په اړه ډاډ ورکړی دی.
تمه کېږي له سبا وروسته له ازبکستانه د وارداتي برېښنا د ۲۵۰ مېګاواټه له نښلولو سره د برېښنا پرچاوۍ په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې کموالی ومومي.
د ازبکستان د وارداتي برېښنا پرې کېدو د افغانانو لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي. د برېښنا نشتون خلک تر پوزې راوستي او د ځایي ادارو د کارونو د پڅوالي لامل ګرځېدلی دی.