د امیرخان متقي د خبرو جاج اخیستنه

لیکوال: علی سجاد مولایی

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په دې وروستیو کې په یوې لیکنه کې چې په الجزیزه کې یې خپره کړې، ادعا کړې ده چې طالبان د بندیزونو د لېرې کېدو په صورت کې له نړۍ سره همکاري غواړي. په دې لیکنه کې امیر خان متقي څو ادعاوې کړې دي چې ريښتیا نه دي او تر ډېره واقعیت نه، بلکې سیاسي باټې دي. د اګست له  ۱۵مې راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړی، دغې ډلې هڅه کړې چې له ځانه نوې څېره وښيي. په دې لړ کې ګڼو رسنیو او کسانو هم له طالبانو سره همکاري کړې چې نړۍ ته د طالبانو سپینه او پاکه څېره وړاندې کړي. د امیرخان متقي  دا لیکنه د همدې لړۍ یوه کړۍ ده. هغه د دې خبرې په کولو سره چې «طالبان له نړۍوالې ټولنې سره همکارۍ ته چمتو دي» هڅه کوي، چې دغې ډلې ته سیاسي مشروعیت ترلاسه کړي. په دې لیکنه کې زما هڅه دا ده، چې د رابرسېره شویو معلوماتو او د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو د امیر خان متقي د خبرو جاج واخلو.

لومړی، هغه ادعا کوي چې د ۲۰۱۲۱م کال د اګسټ د ۱۵مې له بدلونونو یو نیم کال وروسته، کله چې «اسلامي امارت» بیا پرافغانستان واکمن شوی، په دغه هیواد کې وضعیت خورا هیله مینوونکی دی.» خو په افغانستان کې وضعیت له هغه څه سره توپیر لري چې متقي یې ادعا کوي. دا مهال نوی ښوونیز کال پیل شوی، خو تر یو میلیون زیاتې نجونې ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري. ښځې په ټولیزه توګه له ټولو ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې اېستل شوي دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، که جدي اقدامات ونه شي، د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي به د بې وزلۍ  تر کرښې لاندې وضعیت سره مخ شې. تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې په افغانستان کې ۲۵ میلیونه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې تر ټولو بده سناریو د پېښېدو په حال کې ده او که د سړي سر ملي عاید له اوسني ۱۳.۲ سلنې نه راټيټ شي، نو ۲۵ سلنه نور افغانان به هم د بې وزلۍ تر کرښې وضعیت سره مخ شي.

د دغه راپور له مخې چې د سپټمبر په میاشت کې خپور شو، د افغانستان ۷۲ سلنه نفوس د فقر تر کرښې لاندې دی. د «World Happiness Report» موسسې په یوه نوي راپور کې په ډاګه کړه، چې افغانستان د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد دی او د نړۍ د هېوادونو په منځ کې تر ټولو ټیټه کچه لري. په دې توګه، هغه څه چې متقي یې خبرې کوي، تر ډېره افسانې ته ورته دي نه حقیقت ته.

نوموړی د امنیتي وضعیت په تړاو وايي چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د پام وړ کمه شوې ده. که په تېرو ۱۸ میاشتو کې د غلا، ، قتل او تښتونو شمېرو ته ځير شو، وبه ګورو چې وضعیت ډېر نه دی بدل شوی. له بلې خوا، دا ډله په خپله هم په تېرو شلو کلونو کې د ناامنیو، ترور او تاوتریخوالي اصلي لامل ده.

د امنیت د ټینګښت ادعا د طالبانو یو بل پروپاګند دی. په وروستیو میاشتو کې د داعش خراسان څانګه توانېدلې چې د دغې ډلې پر وړاندې مرګوني عملیات پلان کړي او په دې لړ کې په ډېرو جدي موردونو کې په هرات کې د اوبو رسونې د رییس او د بلخ لپاره د طالبانو د والي پر وژلو بریالۍ شوه. د طالبانو دا ادعا چې د دوی پر وړاندې هېڅ ډول کورنی مخالفت نه شته، هم سمه نه ده. د ملي مقاومت جبهه او د افغانستان د ازادۍ جبهه په بېلابېلو ولایتونو کې فعالې او پوځي خوځښتونه لري.

د متقي دریمه ادعا د عمومي بښنې په تړاو ده. د طالبانو عمومي بښنه هم واقعیت نه لري. په دې وروستیو کې طالبانو د مخکیني پوځ ګڼ افسران او سرتېري نیولي، شکنجه کړي، بندیان کړي او وژلي دي. په وروستي مورد کې هغوی یو پلار او زوی چې د جمهوري ریاست د امنیتي ځواکونو غړي وو، نیولي دي. سیګار هم په یوه راپور کې ادعا کړې چې طالبان هڅه کوي، مخکیني امنیتي ځواکونو  ونیسي او شکنجه کړي. له بلې خوا، د طالبانو ډېری داسې ویډيوګانې شته چې ښيي، طالبانو له هغې عمومي بښنې سرغړونه کړې ده، چې ادعا یې کوي. یوناما، د بښنې نړۍوال سازمان او د بشري حقونو د څار ادارې د راپورونو له مخې په پنجشیر، اندراب او نورو ځایونو کې طالبان په جنګي جنایتونو تورن دي.

د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي، چې یوازې په کب میاشت کې طالبانو اته مخکیني سرتېري وژلي او ۲۳ نور یې نیولي دي. البته، په دې شمېر کې ټولې قضیې شاملې نه دي او اصلي شمېر تر دې زیات دی.

د هغه څلورمه ادعا د متحد، یو موټي، خپلواک او حساب ورکوونکي حکومت په تړاو ده. دا ادعا له لویه سره دروغ ده. د طالبانو اوسنی رژیم  یو قومي، یو جنسیتي، فاسد او استبدادي دی. د دې ډلې د کابینې ډېری غړي د یوه قوم دي او نور قومونه په دغه رژیم کې ځای نه لري. د طالبانو په کابینه کې د افغانستان د هزاره، ترکمن او نورو قومونو وزیران نشته او یوازې دوه وزیران پکې د تاجیک قوم او یو وزیر پکې د ازبیک قوم دی. دا مسأله د طالبانو د رژیم یو قومي توب په ښه توګه څرګندوي. پر دې سربېره، د طالبانو په کابینه کې هېڅ ښځینه وزیره نه شته. له بلې خوا طالبان ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکوي او دا ښيي چې د هغوی رژيم یو جنسیتي دی. طالبان ادعا کوي چې فساد يې له منځه وړی، خو د هغوی په واکمنۍ کې فساد ډېر شوی دی. د بېلګې په توګه پاسپورټ ریاست، محکمو او ورته  نورو ادارو ته نغوته کولای شو، چې فساد پکې خورا ډېر شوی دی. د طالبانو رژیم هېچا ته حساب ورکوونکی نه دی. هغوی د هېوادوالو غوښتنو ته غوږ نه نيسي او خپل سري او حساب نه ورکول پکې خپلې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي. په دې وروستیو کې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د دغې ډلې تر کنټرول لاندې ادارو د بشري سرچینو رییسانو ته امر کړی چې د طالبانو د کسانو د ګمارلو په برخه کې همکاري وکړي او د هغوی د استخدام بهیر چټک کړي. د هبت الله اخندزاده دغه امر په ښکاره ډول ښيي، چې طالبان غواړي د متخصصینو پر ځای خپل جنګیالي وګوماري او په یو مخیزه توګه د «ملایانو» حکومت جوړ کړي.

متقي ادعا کوي چې دوی توانېدلي افغانستان بهرنیو مرستو ته له اړتیا خلاص کړي. دا په داسې حال کې ده، چې هره اوونۍ له امریکا نه افغانستان ته ۴۰ میلیونه ډالره مرسته راځي. که دا ډول مرستې ونه شي، د هېواد وضعیت به نور هم خراب شي. اوسمهال د افغان ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو معاشونه یونیسف او د روغتیا نړۍوال سازمان ورکوي.

د قومي یووالي او د ډېرکي او لږکي تر منځ د توپیر د نشتوالي په تړاو هم د هغه ادعا دروغ ده. واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې، دغې ډلې په قصدي او غیر قصدي ډول د نفاق زړي کرلي او د افغانستان د قومونو تر منځ یې درز پراخ کړی  دی. د هغوی چلند هم قومي دی. طالبان له نورو قومونو په زور پيسې اخلي او یا د خپلو ګټو لپاره د هغوی ځمکې  مصادره کوي.

متقي ادعا کوي، چې طالبان پر خبرو باور لري، په داسې حال کې چې دوی په هېڅ ډول خبرو اترو باور نه لري او هر څه چې یې زړه وغواړي، کوي. تر دې مهاله هغوی د مدني او بشري ازادیو په تړاو د نړۍوالو د غوښتنو پر وړاندې مقاومت کړی او چمتو نه دي چې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي. دغه موردونه په ښکاره ډول ښیي، چې دا ډله څومره سخت درېځې ده او په اسانۍ سره خبرو اترو ته نه راضي کېږي.

متقي وايي، طالبان چمتو دي چې په نړۍوالې سولې او ټيکاو کې هر اړخیز رول ولوبوي. دا په داسې حال کې ده، چې دوی په خپله د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ دي. د منځنۍ اسیا هېوادونه خپلو پولو ته د ناامنیو له پراخېدو اندېښمن دي او د ټولیز امنیت تړون څو څو ځلې په دې تړاو خبرداری ورکړی دی. طالب ځواکونو څه باندې ۲۰ ځلې له ګاونډیو هېوادونو سره سرحدي نښتې کړې دي. په وروستۍ پېښه کې طالبانو یو ایرانی پوله ساتونکی نیولی او وهلی ډبولی دی. په افغانستان کې ګڼې ترهګرې ډلې فعالیت کوي او طالبانو پناه ورکړې ده. ښکاره بېلګه یې د پاکستان د طالبانو تحریک او د چین اوېغوریان دي.

متقي ادعا کوي چې د نشه يي توکو پر وړاندې يې جدي اقدامات کړي دي. د دې ډلې مشر هبت الله اخندزاده په دې وروستیو کې د نشه يي توکو پر کښت او قاچاق بندیز اعلان کړی دی. دا ادعا بیا هم، دروغ ده. طالبان له نشه يي توکو سره دوه اړخېزې اړیکې لري او د دغې ډلې ډېری عایدات د نشه يي توکو له کښت او قاچاقه ترلاسه کېږي. د راپورونو له مخې افغانستان اوس هم، په نړۍ کې د نشه يي توکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی. پر دې بنسټ، د مخدره توکو تولید نړۍ ته په خپله یو ګواښ دی چې د سولې غوښتنې په تړاو د متقي خبرې ردوي.

د متقي لیکنه د افغاني ټولنې له عیني واقعیتونو سره خورا ډېره په ټکر کې ده او هغه ادعاوې چې هغه کړې، تر ډېره یوې افسانې ته ورته دي.

ورته لیکنې

Back to top button