د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي روغې جوړې د عالي شورا پلاوی د تلې په اوومه نېټه پاکستان ته ولاړ. دغه سفر په داسې حال کې کېږي چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو د تماس ډلو ترمنځ خبرې روانې دي. د دولت مرکچي پلاوي جوته کړې، اړتیا ده چې د دواړو خواوو ترمنځ بحثونه دوام وکړي، ځکه د دوی په وینا، ځینې مسایل د خبرو لپاره مطرح شوي چې د دولت لپاره د ارزښت وړ دي.
دا پاکستان ته د افغانستان د ملي روغې جوړې د رییس په توګه د عبدالله لومړی سفر دی. له ښاغلي عبدالله څخه د اسلام اباد په نورخان هوايي ډګر کې د سوداګرۍ او پانګونې په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار عبدالرازق، د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان او په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت د مرستیال او دیپلوماتانو له خوا هرکلی وشو.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پاکستان ته په سفر کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د رپوټونو له مخې عمران خان په دغه کتنه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له کمښت او تلپاتې او سراسري اوربنده ملاتړ کړی دی.
د سپيدار ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې عمران خان له عبدالله سره په کتنه کې وېلي چې د افغانانو لپاره تر تر ټولو بده ښکارنده د جګړې دوام دی.
په دغه کتنه کې چې د تلې په اتمه نېټه وشوه، د پاکستان لومړي وزیر وېلي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښته تر ډېره پاکستان ګټه کوي او په افغانستان کې د امنیت او سولې راتګ د پاکستان لپاره ډېرې اقتصادي ګټې لري.
عمران خان له ښاغلي عبدالله سره په کتنه کې افغانستان ته د سفر لپاره علاقه ښودلې ده. نوموړي افغانستان ته د ولسمشر غني د سفر بلنه منلې ده.
عمران خان ویلي چې د افغانستان د کرېکټ لوبډلې له بریاوو حیران شوی او افغانان ماته او ناکامي نه مني.
په دغه کتنه کې عبدالله عبدالله په افغانستان کې د تاوتریخوالي له کمښت او اوربند له ټینګېدو د پاکستان د لومړي وزیر د ملاتړ مننه وکړه او وې وېل چې د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې بهیر ته زیان رسوي.
هغه زیاته کړې چې افغان دولت د سولې بهیر د بریالي کېدو لپاره لیوالتیا لري او له طالبانو هم تمه لري چې د جګړې د پاي ته رسولو او سولې ته د رسېدو لپاره خپل ښه نیت وښيي.ښاغلي عبدالله افغانانو ته د ویزې په ورکولو کې د پاکستان حکومت د کابینې له پرېکړې مننه کړې ده.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس له قمر جاوید باجوه سره هم وکتل او د افغان سولې د بهیر په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس د خپل سفر په لومړۍ ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې اترې وکړې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، هیله څرګنده کړې چې پاکستان ته عبدالله عبدالله په سفر سره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوی باب پرانیستل او د سولې د بهیر په اړه به ګډ دریځ رامنځته شي. هغه همداراز د افغانستان د سولې له بهیره د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ او وې وېل چې جګړه د حل لاره نه ده.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس اسلام آباد ته په رسېدو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته ولاړ او ددغه وزارت په انګړ کې یې یادګاري نیالګی کیناوه، وروسته یې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل. قریشي په دغه کتنه کې وېلي چې دا هېواد د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي.
دا څرګندونې د داسې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مطرح کړې چې تل د کابل له خوا له طالبانو ډلې په ملاتړ او د سولې په بهیر کې د صادقانه همکارۍ په نه کولو تورن شوی دی. شاه محمود قریشي همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې له بهیره په بشپړه توګه ملاتړ کوي. هغه د افغانستان په جګړه کې ټول ښکېل لوري د سوله ییز حل موندلو ته هڅولي دي.
له بلې خوا، د پاکستان په چارو کې د افغانستان د ولسمشر ځانګړي استازي عمر داوود زي هم په هیله مندۍ سره ویلي چې د افغانستان د سولې له بهیره د پاکستان د ملاتړ لازم شواهد موجود دي. د ښاغلي داوودزي په اند، د پخوا په پرتله شرایط بدل شوي او د لومړي ځل لپاره د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شوې دي.
د ولسمشر ځانګړي استازي له ۸صبح سره په مرکه کې ووېل چې له دې بهیره د ګډ دریځ د رامنځته کېدو امکان شته او د عبدالله عبدالله په سفر سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو کې نوی باب پرانیستل شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې پاکستان ژمنه کړې، هماغه شان یې چې له امریکا سره د سولې په بهیر کې مرسته کړې، له افغانستان سره هم همکاري وکړي. د هغه په وینا، د کډوالو او ترانزیت مسایل د خبرو نورې موضوع ګانې دي چې په دې برخو کې هم یو لړ پرمختګونه شوي دي.عمر داوودزی وایي: د پاکستان لوري ټینګار کړی چې په افغانستان کې جګړه د حل لاره نه ده او باید د اوسني کړکېچ د اواري لپاره سیاسي حل لاره ولټول شي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند مجیب الرحمان رحیمي هم ووېل چې پاکستان ته د عبدالله عبدالله سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې نوی باب پرانیستی او پاکستاني چارواکو هم پرې ټینګار کړی دی. د رحیمي په خبره، پاکستاني چارواکو د افغانستان د سولې له بهیر بشپړ ملاتړ کړی دی.
رحیمي ووېل چې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس د سولې خبرو له غړند بهیره او د تاوتریخوالي له زیاتوالي خپله نارضایتي څرګنده کړې، ځکه چې دا چاره د سولې بهیر ته زیان رسوي. د هغه په وینا د پاکستان لوري په افغانستان کې د سولې د ټینګښت، دوه اړخیزو او اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیت او کډوالو په برخو کې په بشپړه توګه د همکارۍ اعلان کړی دی.
اخوا د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د اسلام آباد د ستراتیژيکو څېړنو په انستیتوت کې ویلي چې اوس د زړو او تکراري شعارونو، ویناوو او د دسیسو د نظریو وخت تېر شوی او ددې فرصت برابر شوی چې نوی باب پرانیستل شي.
هغه په خپله وینا کې ووېل چې د سپتمبر په ۱۲مه په دوحه کې له طالبانو سره د سولې او پخلاینې لومړنۍ ناسته پرانیستل شوه او اوس مرکچي پلاوي د جګړې د سولې ییز حل او سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې کوي.
ښاغلي عبدالله د سولې په بهیر کې د پاکستان رول رغنده وباله او وې وېل چې پاکستان په بري ددغه بهیر د پای ته رسولو او د افغانستان د خلکو او حکومت ترڅنګ په درېدو سره په سیمه کې د سولې او امن په راوستو کې مهم رول لري.
هغه زیاته کړه: د اوسني وضعیت دوام د هېڅ هېواد په ګټه نه دی او اوس دواړه هېوادونه دې ته اړتیا لري چې د سیمې د امن او سوکالۍ لپاره کار وکړي.
په دغه ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان هم ویناوې وکړې. د پاکستان لوري ټینګار وکړ چې د افغانستان لپاره سوله د پاکستان لپاره سوله ده.
ښاغلی عبدالله له ۱۲ کلونو وروسته پاکستان سفر کړی، هغه له دې مخکې په ۲۰۰۷ کال کې پاکستان ته تللی و.
اخوا په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاويو تراوسه د خبرو د کړنلارې پر سر هوکړې ته نه دي رسېدلي. داسې ښکاري چې د مذاکراتو د اجنډا د ټاکلو او د حکومت او طالبانو د ارزښتنو په اړه بحثونه ډېر وخت واخلي.