جنوبي کوریا ته د جاپان د لومړي وزیر سفر

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د جاپان لومړی وزیر (فومیوکیشیدا) له لسو کلونو وروسته، ددغه هېواد د لوړ پوړي چارواکي په توګه، د جنوبي کوریا پلازمېنې سیول ته رسېدلی دی.
فرانس پرس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د جاپان لومړی وزیر نن یکشنبه (د مې په ۷ مه) نیټه جنوبي کوریا ته ورسید.
سیول ته له رسیدو وروسته ښاغلی کیشیدا، د سویلي کوریا ملي هدیرې ته ولاړ او د هغو کوریایانو قبرونو ته یې د ګلونو ګېډۍ کېښودې، چې د جاپان د پخواني استعمار پر وړاندې په مبارزه کې یې، خپل ځانونه قربان کړي و.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، تمه ده چې د جاپان لومړی وزیر او د جنوبي کوريا ولسمشر به نن سره وګوري او د ډيپلوماتيکو اړيکو د بيا پيل په ګډون، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي په اړه به خبرې وکړي.
ویل شوي چې د ورځې په پای کې به د جنوبي کوریا ولسمشر (یون سوک یول) به پهخپل استوګنځي کې د جاپان له لومړي وزیر فومیو کیشیدا کوربه وي.
سویلي کوریا ته د کیشیدا سفر، د روان کال مارچ میاشت کې توکیو ته د دغه هیواد د ولسمشر له سفر وروسته ترسره شو.
دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي کوریا ولسمشر په وروستیو ورځو کې، واشنګټن ته له یوه رسمي سفر او د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره له کتنې وروسته، بېرته خپل هېواد ته ستون شوی دی. دغه سفر د جنوبي کوریا پر وړاندې د امریکا د اټومي دفاع د پیاوړتیا او له جاپان سره د دغه هېواد د همکاریو د ښه کېدو په تړاو و.
جنوبي کوریا او جاپان په اسیا کې، د امریکا متحدین بلل کېږي.
جاپان او سویلي کوریا دواړو هېوادونو، له کلونو وروسته داسې مهال، چې د شمالي کوریا له اټومي ګواښ سره مخ شوي، د ډیپلوماتیکو اړیکو د ښه کولو او بیا پیلولو ته مخه کړې.