جګړه، فساد او پاشلې ټولنه
ليکنه:عبدالوحيد وحيد، د لیندۍ ۱۹مه، ١٣٩٩

د خپلو تجربو، مطالعو، مشاهدو او څېړنو په رڼا کې، زمونږ د هېواد ستونزې، بېوزلي، لوږه، وزګاري، د زده کړو ټيټه کچه، افراطيت، د سياسي پوهې کموالی، د ملي مشرتابه نشتون، د مديريت نيمګړتياوې، د وړتیاو نشتون، پردي يرغلونه، زورواکي، د قانون نه پلي کېدل، پردۍ استخباراتي لاسوهنې، نيابتي جګړې، ناامني، فساد، پاشلي ټولنه او ويشل شوی حکومتي نظام يادولاى شو، خو جګړه، هر ډول فساد، پاشلې ټولنه او وېشلی حکومتي سيستم د پورتنيو ګڼو ستونزو بنسټ ګڼو او د حل په اړه يې ځانګړي وړانديزونه کوو.
جګړه
له تېرو څلورو لسیزو راپدیخوا دلته روانه جګړه، د نورو ټولو بدبختيو بنسټ ګڼلاى شو، خو ددې مطلب دا نه دی چې که جګړه روانه وي، نو مونږ د نورو ناخوالو د مخنیوي له مبارزې لاس اخلو! داسې ويلاى شو چې زمونږ پورتنۍ عمده ستونزو په خپل منځ کې پياوړې اړيکي لري، يو د بل ممدې او متممې دي. جګړه فساد ته لاره هواروي او فساد د جګړو د اوږدوالي لامل ګرزي. جګړه او فساد دواړه د ټولنيزو ارزښتونو د پاشلتيا، د نظام د کمزوري او ټکني کيدو بنسټ جوړوي. که مونږ په پورتنيو ستونزو کې د هر يو په وړاندې د مبارزې لپاره پياوړی ګام پورته کوو، اغيزې يې په نورو دوو باندې هم پريوزي.
خورا اړينه ده چې د سولې په موخه د جګړې دواړه اړخونه، د واک لپاره د مانورونو کولو پرځاى، د مختلفو ديني، سياسي قومي فرهنګي او ټولنيزو کړيو د بشپړې همغږي او تفاهم په چوکاټ کې، له مختلفو لارو څخه اغيزمنه متمرکزه او رغنده مبارزه پيل شي. مونږ د سولې لپاره اوسنۍ نيمګړې پروسه ناکامه ګڼو او د دواړو خواو په چلند او تعامل کې د انعطاف او ژور بدلون غوښتنه کوو.
وخت حساس، شېبې د شمار، ولس د سولې غوښتنه کوي او تاریخ بېرحمه قاضي دی. د سولې په تړاو اوسني ميکانيزمونه ستونزه نوره هم پېچلې کوي. د سولې لپاره د سليقوي چلند له خپلولو پرته د ملي او سياسي اجماع هڅو ته اړتیا ده.
داسې ډيرې نښې نښانې، په کور دننه او بهر کې شته او ځينې تحرکات ليدل کېږي چې د نويمې لسيزې د تکرار ترخه يادونه تازه کوي. حکومت، طالبان، سياسي او ملي بنسټونه دنده لري چې خپلمنځي اختلافات شاته پريږدي او د احتمالي فاجعو مخه ونیسي. د دوحې په بين الافغاني مذاکراتو کې د بندون د ختمېدو له خبرونو وروسته، د ارګ نوی مانور قطعاً د توجیه وړ نه وه. دغه ډول پيچلتيا او ابهامات پيدا کول، د ولس او حکومت ترمنځ پخوانى واټن نور هم زياتوي او په حکومت کې دننه د درزونو لپاره لاره هواروي، خو ارګ دغه خطر نشي حس کولاى.
فساد
فساد هغه شومه ښکارنده ده چې د جګړو د لمنې په پراختیا، له قانون څخه د معافيت، د عدالت په پلي کولو کې د پاتې راتلو، اقتصادي ودې د مخنیوي، د هيواد او بنسټونو د بدنامۍ، د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن زياتولو او نړيوالو مرستو د بنديدو لامل ګرزيدلې ده.
ددغې شومې ښکارندې په وړاندې د مبارزې لپاره تراوسه د ارګ لخوا ګڼې داسې ادارې، بنسټونه کميسيونونه او دفترونه جوړ شوي دي چې موخو ته د رسيدو پرځاى يې معکوس نتايج ورکړي. د فساد د ختمولو او يا هم د فساد د کچې د راکمولو پرځاى يې، د فساد ګراف نور هم لوړ کړی دی. ډيره څيړنه مې وکړه خو لاهم نه پوهېږم چې ارګ د شته بنسټونو د سمون او بدلون پرځاى، د موازي ادارو په جوړولو کې ولې دلچسپي لري، حال دا چې له شاذ او نادر پرته په موازي بنسټونو کې فساد د پخوانیو ادارو په پرتله زيات ده.
زما په آند د فساد ريښې ولسمشر ته له ډيرو نږدې چارواکو څخه سرچینه اخلي او په وړاندې يې هيڅ ډول ګام نه دی پورته شوی. په ټولنيزو رسنيو کې په څرګند ډول د لوړو پوستونو د پير- پلور خبرې کيږي چې مونږ يې مطلقاً دروغ نشو ګڼلاى.
ددغې چټلې ښکارندې د مخنیوي لپاره د بنسټونو او ادارو جوړولو پر ځای لاندې ګامونه پورته کولو ته اړتیا ده؛
١- په لوړه کچه د مالي او اخلاقي فساد د ختمولو په موخه عملي اقدامات بايد له ارګه پيل، پايلې يې له ولس سره شريکې شي؛
٢- څارنوالي او محاکم مجبور کړاى شي چې د فساد ټولې دوسيې په معين وخت کې وڅېړي، د جنايت د ثبوت په صورت په فساد کې، ککړو چارواکو ته سختې سزاګانې واورول شي او ولس ته علني شي؛
٣- څرګند حقیقت دی چې که په لوړو پوستونو باندې ناست اشخاص په فساد کې ککړ نه وي، نو د اوس په شان د فساد د دوسيو څيړل افقي نه؛ بلکې عمودي بڼه ولري. يعنې له لوړ پوړو چارواکو څخه پيل او په ټيت پوړ چارواکو باندې ختمه شي؛
٤- د فساد د قضيو څيړونکو څارنوالانو او قاضيانو د ژوند او امنيتي خونديتوب تضمين او کلکه څارنه يې وشي؛
٥- که احياناً د فساد د مخنیوي په بنسټونو کې د کارکونکو افرادو په تړاو په فساد کې، د ککړتیا لاسوندونه ترلاسه شي، د دغو چارواکو د تخلف او فساد دوسيې باید په ځانګړي محاکمو کې وڅېړل شي؛
٦- مهمه لا داده چې د فساد په وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي ارګانونو کې په دندو ګمارل شوي افراد بايد د ژبنيو قومي، سمتي، مذهبي او له نورو تعصباتو پاک او دغه سپيڅلتيا يې باید په دقیقه توګه د کوم کشفي ارګان لخوا ثابته شوې وي.
د ټولنې او حکومت پاشلی وضعیت
درې لسيزې وړاندې، شوروي اتحاد له نسکوريدو وروسته د قوميت او ژبې پربنسټ سره وويشل شو. د هغه مهال افغان حکومت هم له مسکو سره د سياسي او اقتصادي تړاو له امله د شوروي د پاشلتيا تر اغيزو لاندې راغى، د پښتون، تاجک، هزاره او ازبک ترمنځ تعصباتو ته لمن ووهل شوه. همدغه لامل و چې د ملګرو ملتو د سولې بهیر، د هغه وخت د دوهم پوړ حکومتي چارواکو لخوا، له ځينو جهادي ډلو سره په همغږي سبوتاژ او کورنۍ جګړې پيل شوې. د تعصباتو دغه ويروس د مجاهدینو په ځينو ګوندونو کې هم ځاي ونيوه او افغان متحده ټولنه د داخلي درزونو ښکار شوه.
طالبان هم په دغه تړاو رغنده شالید نلري او د هغوى د امارت په مهال هم داسې کارونه وشول، چې د افغان ټولنې ترينګلی وضعیت نور هم د وخامت خواته بوزي.
د بن په غونډه کې د جګړو د يوې خوا غوښن رول او د نورو اړخونو د حذف پاليسي ناکامه وه. د پښتون ولسمشر، تاجک لومړى او هزاره دوهم مرستیال، د ژبو او قومونو پر بنسټ د واک ويش فارموله، هغه ستره سهوه او عمدي خطا وه چې پايلې يې مونږ ته اوس بوږنونکې شرمونکې او ځپونکي دي.
ولسمشر غني زمونږ ټولنه کې د پخوانیو درزونو له شتون ورهاخوا، د جنس او قشر په نوم هم سره وويشله. ښځې زمونږ د ټولنيز وجود نيمه برخه جوړوي، د ژوند په ټولو برخو په ځانګړې توګه په روزنه، روغتيا، نفسياتي درملنې، او د يوې سالمې کاري ټولنې په جوړولو کې تر نرانو زيات رول او اغيزې لري.
ځوانان د لوړ همت مضبوطې ارادې پياوړي عزم او د لوړې انرژي څلي دي. هغوى زمونږ د هیواد د ښيرازۍ، ابادۍ او پرمختګونو ضمانت کوي، خو مونږ پورتني دواړه خواوې د نورو اړوندو تولنيزو نيمګړتياو د پوره کولو په برخه کې، د ښکيلتيا پرځاى، هغوى په ننداره ايزه توګه، د ننني چټل سياست برخه وګرزول. پایله دا شوه چې هم مو ټولنه په يو بل ډول سره وويشله، جنسيتي او همدغه راز مو نسلي تعصباتو ته لاره هواره کړه.
د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په اړه باید ووایم، شک نشته چې مونږ که د نظامي يرغل له امله زيات تلفات ورکړل او زيانونه مو وګالل؛ خو دا هم يو څرګند حقیقت دی، چې د نړيوالو په مرسته مو لاسته راوړنې هم درلودې. د ښوونې او روزنې، روغتیا، معلوماتي تکنالوژي، اقتصادي برخه، امنیتي سکتور، د بنسټونو په رغولو، عامه پوهاوي، د بيان ازادي او قسماً د زعامت په ټاکلو او ځينو نورو برخو کې د پرمختګونو شاهدان او لاس ته راوړنې لرو.
پورتني پرمختګونه د نړيوالو د مالي مرستو له امله ترلاسه شوي دي، خو په هغه برخه کې مونږ هيڅ ډول لاسته راوړنه نلرو چې ورته تر هرڅه زياته اړتيا لرو. هغه د يوې سپيڅلي، متحدې او ژمنې ټولنې جوړول دي. زمونږ په ټولنه کې له پخوا راهیسې درزونو شتون درلوده، خو اوس نور هم زيات شول.
زما په اند، د ښځو د حقونو په برخه کې مونږ وکولاى شول چې د لويديځ د باور او مرستو ترلاسه کولو لپاره پروپوزلونه تيار، او مرستې ترلاسه کړو او څو ښځې په لوړو پوستونو وګمارو؛ خو هيره مو ده چې ښځې د هيواد تر نيمايي زيات نفوس جوړوي. د زده کړو، واده کولو او تر ټولو مهمه ښځو ته په ميراث کې د حق ورکولو په برخه کې اړينې لاس ته راوړنې نلرو.
مونږ ولې هيروو چې زمونږ دوديزه مذهبي ټولنه له لوېدیځ سره په کلتوري ټولنيزو او د ارزښتونو په برخه کې توپير لري. مونږ ته به يقيناً هغه نوښت بوږنونکې پايله ولري، چې د ښځو د حقونو د خونديتوب په اړه د غرب ارزښتونه کاپي کړو.
د اسلام سپېڅلي دين د ښځو د زده کړو، روزنې او په خوندي چاپيريال کې د کار او مالکیت په تړاو غوڅ دریځ لري، خو مونږ په کلتوري برخه کې د ځينو منفي محدودیتونو له ستونزو سره مخ يو. لکه د واده په مهال د مهر پرځاى د ولور په نوم د پيسو اخيستلو دود، په ځينو ځايونو کې اجباري ودونه او تر ټولو مهمه ستونزه ښځو ته په ميراث کې د حق نه ورکولو دود دی چې د ښځو د حق تلفي ښکاره بېلګه يې ګڼلاى شو.