۸صبح، کابل: افغانستان کې د اسټرالیا پوځ اړوند د جنایتونو په تړاو د راپور له خپرېدو وروسته د اسټرالیا د دفاع وزارت غواړي د افغانستان په ماموریت کې د خپلو پوځي قوماندانانو مډالونه بېرته ترې واخلي.
د اسټرالیا کنبرا ټایمز دوشنبه د لیندۍ پر اوومه د دغه هېواد د دفاع وزیر ریچارډ مارلز له قوله راپور ورکړی، چې افغانستان کې د ادعایي جنګي جنایتونو په اړه د بریتون د «نفرت پاروونکي» راپور د موندنو له مخې، د هغو کسانو مډالونه چې افغانستان کې د قوماندانۍ په پوسټونو کې وو ترې اخیستل کېږي.
ریچارډ مارلز افغانستان کې د جنګي جنایت ادعا «ملي شرم» بللې او ویلي یې دي، چې له قوماندانانو د مډالونو د اخیستو لپاره باید خبرې ورسره وشي.
هغه په افغانستان کې د اسټرالیا پوځ له کړنو خپاره شوي راپور ته په اشارې جوته کړې: «دا یو ډېر مهم راپور دی او باید زیات درناوی ورکړل شي.»
د بریتون موندنې ښيي، چې ځینو اسټرالیایي ځواکونو چې په افغانستان کې یې خدمت کاوه د ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ یې ۳۹ ملکیان او زندانیان په غیرقانوني توګه وژلي دي او دوو نورو کسانو سره یې تاوتریخوالی کړی دی.