په افغانستان کې د یوه نوي ناورین خبرداری؛ هېوادوال: تر دې هم بد وضعیت ته اندېښمن یو

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د دفتر سیاسي مرستیال د افغانستان د اقتصادي وضعیت د خرابېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی. د دغه بنسټ په وینا، که طالبان پر ښځو لګول شوي بندیزونه لېرې نه کړي، افغانستان به «د ناورین له نوي پړاو» سره مخ شي. په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو پر کارکولو له بندیز وروسته په افغانستان کې لسګونو مرستندویه بنسټونو خپل فعالیتونه بند کړي دي. د ملګرو ملتونو اونیزې څلویښت میلیون ډالري مرستې هم له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې بندې شوې دي. خو د اقتصادي چارو کارپوهان له هېوادوالو سره د ملګرو ملتونو نغدي او غیر نغدي مرستې «حیاتي» بولي او خبرداری ورکوي، چې که دغه مرستې بندې شي، نو هېوادوال به له سختې لوږې سره مخ شي او کنټرولول به یې د طالبانو له وسه وتلي وي. بل خوا، هېوادوال د طالبانو پر ناسمو تګلارو نیوکه کوي او د ناوړه اقتصادي وضعیت په تړاو اندېښمن دي.

په تېر يو نيم کال کې د ځينو هيوادوالو اقتصاد د نړيوالو سازمانونو په مرستو پورې تړل شوی دی. ملګري ملتونه هره میاشت د صنفي اتحادیو او کورنیو بنسټونو له لارې پراړمنو کورنیو نغدې پیسې او خواړه ویشي. اړمن کسان د ګذر د وکیلانو له لارې پیژندل کیږي او کورنیو ادارو ته معرفي کیږي څو له نغدي او غیر نغدي مرستو نه ګټه پورته کړي.

د کابل ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکی محمد عمر یو له هغو کسانو دی چې یو څه موده د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) له مرستو برخمن شوی دی. هغه د مرستو د بندېدو په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره ۸صبح ورځپاڼې ته وایي: «زموږ د کورنۍ وضعیت ان د مرستو له اخیستو سره سره، خراب دی. زه د خلکو شرم زغمم او د موسسې د دروازې شاته ساعتونه انتظار کوم چې یوه کڅوړه اوړه، یو بوتل اوبلن غوړي او یوه اندازه لوبیا راکړي. د کابل دغه اوسېدونکی زیاتوي: « نورنه پوهېږم چې تر دې بدتر وضعیت به څه ډول وي.»

ګلزاده په هرات کې یوه ګونډه ښځه ده،چې له خپل ځوان زوی سره په یوه کرايي کورکې ژوند کوي. ګلزاده وايي: «زما زوی په یوه شرکت کې کار کوي او په معاش یې یوازې زموږ د کور کرایه او د بریښنا پیسې پوره کیږي. خو له دوو کلونو راهیسې د موسسو پر وخت ناوخته مرستو خپل ژوند تېروو.» د هرات دغه اوسېدونکې زياتوي، چې په تېرو دوو کلونو کې يې څو ځلې نغدې پیسې، اوړه، وريجې، غوړي او نور خوراکي توکي ورکړل شوي دي. مېرمن ګلزاده زیاتوي: «زوی مې په شرکت کې کار کوي. په میاشت کې پنځه زره معاش اخلي. له هغو پیسو درې زره د کور کرایه او د میاشتې ۵۰۰ د اوبو او برېښنا لپاره ورکوو او کله ناکله ناروغي پېښې او ډاکټر ته ځو.»

مېرمن ګلزاده او زوی یې چې د نورو عایداتي سرچینو په نشتوالي کې د نړیوالو موسسو مرستو ته مخه کړې، څرګندوي:« دا موسسې خورا ښه دي، ما له څو میاشتو راهیسې په خوراکي توکو پیسې نه دي ورکړي. دوه ځلي یې ماته ۶۰۰۰ افغانۍ راکړې. په هرو دوو یا دریو میاشتو کې وريجې، غوړي او اوړه هم راکوي. د موسسو همدغو مرستو زما دمه جوړه کړې ده.» خو هغه دې ته اندېښمنه ده،چې د مرستو په بندېدو سره به د دې په څېر مستحق خلک له څه ډول برخلیک سره مخ کیږي.

هېوادوال په داسې حال کې د نړیوالو سازمانونو د مرستو پر بندېدو اندېښنه څرګندوي، چې په افغانستان کې د یوناما دفتر سیاسي مرستیال مارکس پوټزل د طالبانو د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر ندا محمد ندیم سره په کتنه کې د نجونو د تحصیل د بندیز او د ښځو د کار د ځنډېدو د پرېکړې په غبرګون کې خبرداری ورکړی دی، چې افغانستان به د ناورین له نوي پړاو سره مخ شي. هغه له طالبانو غوښتي دي، چې ژر تر ژره دې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو د کار د ځنډولو پر پرېکړه بیاکتنه وکړي او هغه دې لغوه کړي.

د رسمي بیانیو له مخې، ملګرو ملتونو په وروستیو کلونو کې له ۲۸ میلیونو افغانانو سره په مستقیم او غیر مستقیم ډول مرسته کړې ده. پراړمنو د خوراکي توکو او نغدو پیسو وېش، د کارګرانو لپاره د ورځني مزد د کار د زمینې برابرول، له سوداګرو ښځو سره مرسته او افغانستان ته د نغدو پیسو لېږد له افغانستان سره د دغو موسسو ځینې څرګندې مرستې دي. ځیني دغه مرستې لکه په اونۍ کې افغانستان ته د نغدي کڅوړو لېږل په مستقیم ډول د ملګرو ملتونو له لارې ترسره کېدې. خو نورې مرستې لکه پر اړمنو کسانو د پیسو او خوراکي توکو وېش، له زیانمنو شویو ډلو او سوداګرو ښځو سره مرسته په افغانستان کې د کورنیو بنسټونو له لارې ترسره کېدې.

په افغانستان کې د شته دودونو له امله ډېری دغه بنسټونه د مرستو چارې د ښځو په مټ پرمخ وړي. د شنبې په ورځ د مرغومې په دریمه د طالبانو د اقتصاد وزارت په هیواد کې فعالو کورنیو او بهرنیو موسسو ته یو مکتوب ولېږه او امر یې وکړ چې تر امر ثاني پورې دې د ښځینه کارکوونکو فعالیت ودروي. په دغه مکتوب کې راغلي: « د اقتصاد وزارت د خپل مسوولیت پر بنسټ ټولو بنسټونو ته لارښوونه کوي چې تر امر ثاني پورې د ټولو هغو ښځینه کارکوونکو کار ودروي چې په خپلو اړوندو څانګو کې کار کوي.» د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف خبرداری ورکړی چې د دغه مکتوب له منځپانګې نه د سرغړونې او ځنډ په صورت کې به د دغو بنسټونو جواز لغوه شي. هغه زیاته کړې، په ادارو کې د ښځو د بې حجابۍ او بې حیایۍ په تړاو راپورونه ورکړل شوي او له خپل دغه دريځه یې په دفاع کې ټینګار کړی چې په موسسو کې د افغان ښځو کارکول ورته د «شرم» خبره ده.

د طالبانو دې پرېکړې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفټس په کورنیو او بهرنیو موسسوکې د ښځو د کار ځنډول په افغانستان کې د ۲۸ میلیونو وګړو د مرستو د رسولو پر ظرفیتونو یو ګوزار بللی دی. هغه ویلي، که د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بنديز لېرې نه شي، ملګري ملتونه خپلو مرستو ته دوام نه شوي ورکولای، ځکه چې د هغه په ​​​​وینا: «د ښځو له کار پرته، موږ نشو کولای هغو خلکو ته مرستې وړاندې کړوچې په حقیقت کې د ښځو او نجونو لپاره د بشري مرستو لومړنی هدف دی.»

له سازمانونو سره د طالبانو خبرې

باوري سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ د ښځو پر کار د بندیز د لېرې کولو په تړاو خبرې روانې دي. د سرچینو په وینا، د دغو خبرو پر مهال طالبانو په ډاګه نه دي ويلي، چې په دغه فرمان کې د ملګرو ملتونو سازمان هم شامل دى. د سرچينې په وينا، د ملګرو ملتونو ښځينه کارکوونکې به د روان کال د جنورۍ تر پايه له کوره خپل کار ته دوام ورکوي او ملګرو ملتونو د يوه رسمي تړون غوښتنه کړې، څو ښځې د دغه سازمان په اډانه کې د طالبانو له مداخلې او ممانعت پرته خپل کار ته دوام ورکړای شي.

سرچينه زياتوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ډېره برخه د نړيوالو نادولتي موسسو لکه پاملرنې، د سويډن کمېټې، سيف د چلډرن او داسې نورو موسسو له لارې کېږي، خو د ښځو د کار له ځنډېدو سره دغه مرستې په ټپه ولاړې دي. دا سرچینه په ډاګه کوي :« که طالبان ان ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړي چې ښځینه کارکوونکې یې کار وکړي،بیا هم ملګري ملتونه خپلې ټولې پروژې له انجوګانو(کورنیو موسسو) پرته نه شي پلي کولای.» هغه څرګندوي، چې په اوسنيو شرايطو کې هيڅ مرستندوى په ځانګړې توګه اروپايي ټولنه نه غواړي افغانستان ته پيسې ورکړي.

د مرستو بندېدل

په موسسوکې د ښځو پر کارکولو د بندیز حکم د دې لامل شوی چې لږ تر لږه ۱۵۱ نا دولتي بنسټونه په افغانستان کې خپل ډیری فعالیتونه ودروي. دغه راز د افغانسان بانک د راپورونو له مخې، په څه کم یوې میاشت کې د نړیوالې ټولنې نغدي مرستې کابل ته نه دي رسېدلي. د افغانستان بانک د اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو وروستۍ نغدي بسته د روان لمریز کال لیندۍ پر ۲۳ مه کابل ته رسېدلې ده. د دغو پیسو اندازه ۴۰ میلیونه ډالره وه. دغه بانک د خصوصي بانک «AIB» له لارې افغانستان ته د هرې اونیزې بستې له رسېدو وروسته یوه خبرپاڼه خپروله، خو په تېرو درېیو اونیو کې په دې اړه کومه خبرپاڼه نه ده خپره شوې.

سرچینه ۸ صبح ورځپاڼې ته تاییدوي، چې «د ښځو پر کار د بندیز له حکم وروسته افغانستان ته د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو هېڅ چوپه نه ده رسېدلې.»

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک هېواد ته د ملګرو ملتونو د مرستو بندېدل رد کړي دي. دغه بانک د يکشنبې په ورځ د مرغومې پر ١٨مه يوه خبرپاڼه خپره کړه او ويې ويل چې دا موضوع له حقيقته لېرې ده. د افغانستان بانک خبرپاڼه زیاتوي، چې د هر هغه اصولي اقدام ستاینه کوي، چې هېواد ته د اسعارو د راوړلو او په ټولنه کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کیږي.

د شته رپوټونو له مخې، په تېر یونیم کال کې د AIB بانک له لارې د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۱ کڅوړې او د ۳۲ میلیونو ډالرو په ارزښت له ۳۰ ډېرې کڅوړې افغانستان ته رسیدلې دي. د مرکزي بانک شمېرې ښیي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نړیوالې ټولنې ټولټال نغدي مرستې څه باندې ۱ میلیارډ او ۷۹۳ میلیون ډالرو ته رسېږي.

بلخوا، د اقتصادي چارو شنونکي له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو کمېدل د اندېښنې وړ بولي او خبرداری ورکوي، چې بې وزله هېوادوال به له پراخې بې وزلۍ سره مخ شي. د اقتصادي چارو کارپوه ظاهر بهزاد ۸صبح ورځپاڼې ته وایي:« که طالبان نړیواله ټولنه او مرستندویه هېوادونه قانع نه کړای شي،نو یقیناً به یې مرستې بندې شي او د مرستو په بندېدو سره به د افغانستان ډېری وګړي د خپلو خوراکي توکو د برابرولو سرچینې له لاسه ورکړي او له بلې خوا به د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په بې ساري ډول راښکته شي. ښاغلی بهزاد زیاتوي: « د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت له راټيټېدو سره به په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شي او خلک به د بېکارۍ له امله د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پېرلو توان له لاسه ورکړي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان په داسې حال کې له افغانستان سره د بشري مرستو د بندېدو په تړاو اندېښمن دي، چې د ماشومانو د ساتنې سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان په خپل تاریخ کې له خورا بد اقتصادي او خوراکي ناورین سره مخ دی. د دغه راپور له مخې اوسمهال د هېواد څه باندې ۲۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا هرڅه په داسې حال کې دي چې امریکايي نشریې «پولیټیکو» په یوه مقاله کې لیکلي، چې د بایډن اداره د ښځو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو پر ځواب فکر کوي. دغې خپرونې د امریکا د حکومت د یوه اوسني چارواکي او د دغه هېواد د یوه پخواني چارواکي چې له خولې چې په دغو خبرو کې شامل دي، لیکلي چې په وړاندیز شویو ځوابونو کې نوي اقتصادي بندیزونه او له هېواده بهر ته د طالبانو د مشرانو پر سفرونو د بندیزونو سختول او دغه راز له افغانستان سره د ځيني بشري مرستو محدودول شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر او د دې ډلې یوه جګپوړي مشر ندا محمد ندیم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې طالبان د فشار له لارې د هېچا غوښتنې نه مني.

ورته لیکنې

Back to top button