په ۱۲ ولایتونو له سخت باران او واورې ورېدو د هواپېژندنې ریاست خبرداری

۸صبح، کابل: د هواپېژندنې ریاست د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سخت باران او واورې ورېدو خبرداری ورکړی دی.
دغه ریاست چهاشنبه د سلواغې پر ۱۲ یوه اطلاعیه کې ویلي، چې بلخ، سرپل، وردګ، بامیان، دایکندي، غور، بدخشان، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات او فراه ولایتونه به د پنجشنبې او جمعې پر ورځو د واورې ورېدو او باران شاهد وي.
د هواپېژندنې ریاست د واورې کچه له ۱۰ تر ۳۰ سانتيمترو او د باران اندازه له ۵ تر ۳۰ مليمترو اټکل کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګروملتونو سازمان د راپور له مخې سږ کال افغانستان په تېرو لسو کلونو کې ترټولو ناوړه ژمی تجربه کوي.