د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو په اړه د هواپېژندنې ادارې خبرداری

۸صبح، کابل: د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په نولسو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د راتلو خبر ورکړی دی.

دغه ریاست د شنبې ورځې له غرمې وروسته، پر خپله فېسبوک پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ویلي چې په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان ‌وردګ، غزني، ارزګان، زابل، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې به د لړم له څوارلسمې تر ۱۵مې باران او واروه واورېږي.

د هوا پېژندنې ادارې په  وینا، د ورښت کچه به له لسو تر ۳۰ میلي مترو او د واورې کچه به له لس تر شلو سانتي مترو پورې وي.

د هوا پېژندنې ادارې دوې ورځې مخکې هم د هېواد په اوولسو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راتلو په اړه خبرداری ورکړی و.

ورته لیکنې

Back to top button