۸صبح، کابل: د هواپېژندنې ریاست د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د سختو احتمالي ورښتونو خبر ورکړی دی.
د هواپېژندنې ریاست چهارشنبه د مرغومي پر اوومه نېټه پر خپلې فېسبوکپاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې هرات، فراه، غور، بادغیس، دایکندي، بامیان، وردګ، روزګان، هلمند، کندهار، زابل، غزني او پکتیکا به د واورې ورېدو او یا سختو بارانونو شاهد وي.
د هواپېژندنې ریاست د باران کچه له ۱۰ تر ۲۰ مليمترو او د واورې کچه له ۱۰ تر ۳۰ سانتيمترو اټکل کړې ده.
د ویلو ده، چې په روان کال کې واورې ورېدو او سختو بارانونو پر ځاني تلفاتو سربېره کروندګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.