په ۲۶ ولایتونو کې د واورې ورښت او سیلابونو راوتلو خبرداری

۸صبح، کابل: د طالبانو د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې، د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو، واورو، تالندو او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
دغه وزارت نن یکشنبه (وري ۲۷)، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپيسا، پروان، کابل، لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، کندهار، زابل، غزني، میدان وردګ، بامیان، دایکندي، روزګان، غور او بلخ ولايتونو کې، د باران، واورو، تالندو له امله سیلابونه راووځي.
د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې له ۲۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې باران او له ۱۵ تر ۳۰ سانتي مترو پورې واورې اټکل کړې دی.
د طالبانو له طبیعي پیښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزارت د شمیرو له مخې، د نوي هجري لمریز کال له پیل راهیسې، د سیلابونو په څیر طبیعي پیښو پر بشري تلفاتو سربیره، د افغانستان خلکو ته ستر مالي زیانونه اړولي دي.