واشنګټن پوسټ: افغانستان په تېرو لسو کلونو کې ترټولو ناوړه ژمی تجربه کوي

۸صبح، کابل: واشنګټن پوسټ لیکلي، چې پر اوکراین د روسیې برید افغانستان د نړیوالې ټولنې له پام څخه څنډې ته کړی او دغه هېواد په تېره یوه لسیزه کې ترټولو ناوړه ژمی تجربه کوي.

واشنګټن پوسټ دوشنبه د سلواغې پر لسمه په یوه شننه کې د افغانانو د ساړه او له ستونزو ډک ژمي په اړه لیکلي دي.

دغې ورځپاڼې لیکلي، چې افغانان په تېره یوه اونۍ کې تر منفي ۳۴ سانتي‌ګرېډ پورې سړه هوا تجربه کړې ده او له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو وزارت هم د سختې یخنۍ له امله تر ۱۶۰ د زیاتو کسانو مړینه او تر ۷۰ زرو د زیاتو څاروي له منځه تلل تایید کړي دي.

د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس، چې په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته یې د دویم پلاوي په مشرۍ سره کابل ته سفر کړی دی له طالبانو غوښتي، چې روان وضعیت ته په کتو «عملي استثناوو» ته پام وکړي.

ګریفیټس دغه خبرې په بشردوستانه موسسو کې د ښځو د کار د بیا پیل په تړاو بیان کړې دي او زیاته کړې یې ده: «ژمی دوام لري، خلک د مړینې په حال کې دي، قحطي راروانه ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د سږ کال په کم مخیني ژمي کې بېوزلۍ، لوږې او د سونتوکو نشتوالي د افغانانو لپاره ژوند ستونزمن او له کړاوونو ډک کړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button