ننګرهار کې به سږکال د هندواڼو حاصلات ډېر وي؛ خو  بزګران خوښ نه دي

۸صبح، ننګرهار: ننګرهار کې سږ کال د هندواڼو د ۷۹ زره مټریک ټنه حاصلاتو اټکل شوی دی.

د ننګرهار ولایت په ۸ ولسوالیو کې په ۱۹۷۵ هکټاره ځمکه سږ کال د هندوانو کر شوی چې د اټکل له مخې به ۷۹۲۰۱ میټریک ټنه حاصلات ترې تر لاسه شي چې د تېر کال په پرتله په کې پنځلس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ننګرهار ولايت مقام لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په دې ولایت کې د رینا، فونکس، ایکسټریم په ګډون څلور ډوله هندواڼې کرل شوي چې له هر جریب ځمکې څخه ۱۱ سوه منه حاصل تر لاسه کیږي.

د خبرپانې له مخې کامه، بهسود، کوز کونړ، کوټ، بټي کوټ، ګوشته، خوږیاڼي او سره رود هغه ولسوالۍ ګانې دي چې په کې د هندواڼو کر ته زیاته پاملرنه شوې ده.

خبرپانه زياتوي، اوس مهال په جلال‌اباد ښار کې یو من هندواڼه په یو نیم سل افغانۍ پلورل کیږي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کالونو کې د ننګرهار په شمول د هېواد مختلفو سيمو کې د هندواڼو کر ډېر شوی، خو بزګران په دې برخه کې سړو خونو او مناسب مارکېټ نشتون له امله نيوکې کوي او په دې برخه کې د اړوندو بنسټونو څخه د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.

ورته لیکنې

Back to top button