«مونږ پاکستان د هغو په هدیرې بدلوو»

علي سجاد مولایی

هزاره ګان له ۱۹مې پېړۍ راپدېخوا د بېلابېلو سیاسي او اقتصادي لاملونو له ډلې یې د واکمنو دولتونو تبعیض ډوله سیاستونو، جبري کډه کولو او وژنو له امله له افغانستان نه پاکستان ته په ځانګړي ډول کویټې ښار ته کډوال شوي دي. پاکستان د هزاره ګانو د اوسني ټول نفوس شاوخوا ۹۰۰ زره کسانو ته رسېږي چې ۶۰۰ زره یې د کوېټې او پاتې نور یې د پېښور، اټک، لاهور، کراچۍ او اسلام اباد ښارونو کې ژوند کوي. هزاره ګان د بلوچستان ایالت مرکز کوېټې ښار کې، له بلوڅانو او پښتنو وروسته درېيم لوی نفوس لرونکی جمعیت دی. هزاره ګان د کوېټې په دوو سیمو مري اباد او هزاره ټاون کې ژوند کوي چې د دغو دوو سیمو تر منځ ۱۳ کیلومټره واټن پروت دی. بسم الله علي زاده او میثم الطاف «مونږ پاکستان د هغو په هدیرې بدلوو» تر سرلیک لاندې څېړنه کې چې د مطالعاتي موسسې د پوښتنو لپاره یې چمتو کړې، له ۱۹۹۹م نه تر ۲۰۲۲م کال پورې یې په پاکستان کې پر هزاره ګانو بریدونه څېړلي دي. دغه څېړنه چې څو موده وړاندې خپره شوې ده، پاکستان کې د هزاره ګانو پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو او فرقه یي تاوتریخوالو په اړه اطلاعات پکې ځای پر ځای شوي دي.
د دغې څېړنې اطلاعات ښيي چې لږ تر لږه له ۱۹۹۸م کال راپدېخوا چې په پاکستان کې د فرقه یي تاوتریخوالو ګراف لوړ شوی دی، ۲۷۶ بریدونه د هزاره ګانو پر وړاندې په پاکستان کې ترسره شوي دي. له دې ډلې ۱۵ بریدونه په لاهور او کراچۍ کې ترسره شوي او ۲۶۱ نور بریدونه د بلوچستان په ایالت کې رامنځته شوي دي. د ۲۶۱ بریدونو له ډلې چې د بلوچستان په ایالت کې رامنځته شوي دي، ۲۲۳ مورده یې د کوېټې په ښار کې ثبت شوي دي.
له ۱۹۹۹م کال تر ۲۰۲۲م کال پورې د بریدونو شمېر

د شمېرنو پر بنسټ چې دا څېړنه یې وړاندې کوي، ۲۰۱۲ کال کې لږ تر لږه د ۷۵ ترهګریزو پېښو په ثبتولو سره، پاکستان کې د هزارګانو لپاره خونړی کال و او ۲۰۲۰م کال چې د هېڅ ډول ترهګریزې پېښې شاهد نه و، له ټولو نه سوکاله کال بلل شوی دی.
له ۱۹۹۹م کال نه تر ۲۰۰۷م کال پورې په کلني ډول شاوخوا څلور یا پینځه بریدونه ترسره کېدل، خو له ۲۰۰۸م کال راپدېخوا د بریدونو کچه دوه برابره شوې ده چې د جدي زیاتوالي ښکارندويي کوي. د افراطي ډلو واک ته رسېدل او د سني افراطي ډلو له لوري د هزارګاه ګانو پر وړاندې د نفرت خپرول، د دغو بریدونو په زیاتوالي کې له مهمو لاملونو شمېرل کېږي.
د ترهګریزو او افراطي ډلو پر وړاندې په ۲۰۱۴م کال کې د پاکستان د پوځ له لوري د ضرب العضب د عملیاتونو پیلېدل د دې لامل شول چې په لومړي ځل له ۲۰۰۸م کال وروسته د بریدونو شمېر مخ په زیاتېدو شي.

پورته بېلګې له ۲۰۱۴م کال وروسته د ټپیانو، وژل شویو او د بریدونو د شمېر په اړه مالومات ورکوي چې په تېرو دوو لسیزو کې ۲۰۱۷م او ۲۰۱۹م کلونه په پاکستان کې د هزاره ګانو لپاره خونړي کلونه وو. په ۲۰۱۷م کال کې ۱۵ بریدونه ترسره شوي چې له امله یې ۴۲ تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي. دغه راز په ۲۰۱۹م کال کې، څلور بریدونه ترسره شوي چې له امله ۲۴ تنه وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي.

په ټوله کې له ۱۹۹۹م کال تر ۲۰۲۲م کال پورې لږ تر لږه یو زر او ۲۶۲ کسان ټپیان او یو زر او ۴۶ کسان وژل شوي دي چې پر بنسټ یې ۸۳ سلنه نارینه او ۱۷ سلنه ښځینه جوړوي. د څېړونکو په باور، دغه شمېرنې د بریدونو او تلفاتو تخمیني ډول ښيي او د ډیری پېښو په اړه د بېلابېلو لاملونه له امله راپور ندی ورکړل شوی او یا هم هېرې شوې دي. دغه څېړنه ښيي چې ډیری دغه بریدونه پر ټولنیزو ځایونو او د هزاره ګانو په ټولنو، د کار په ځای، د لېږد رالېږد په وسایطو، سیمه ییز مارکیټونو، جوماتونو او تکیه خانو، ورزشي سیمو او روغتونونو ترسره شوي دي. ډیری دغه بریدونه هغه مهال رامنځته شوي دی چې د کوېټې هزارګان د ورځني ژوند پرمخ بیولو لپاره له مري اباد نه د هزاره ټاون یا برعکس د تګ راتګ په حال کې وو. له بلې خوا، د هزارګانو د کار ځای هم د افراطي ډلو له نورو موخو نه و. په وروستیو کلونو کې په بلوچستان ایالت کې د ډبرو سکرو د کان پر کارګرانو برید د هزاره ګانو پر وړاندې د افراطي ډلو له خونړیو بریدونو شمېرل کېږي چې سیمه ییز او نړیوال غبرګونونه یې راپارول.

هدفي وژنو د نورو بریدونو تر څنګ له ډېرو خلکو قربانۍ اخیستي دي او ۲۲۰ ورته بریدونه رامنځته شوي دي. ځانمرګي بریدونه په دوهمه کټګورۍ کې دي چې د بریدونو ۱۱ سلنه جوړوي. ځای پر ځای شوي بمونه په درېیمه کټګورۍ کې دي.

د ۲۶۵ بریدونو له ډلې چې رامنځته شوي دي، د ۱۳۳ بریدونو مسوولیت هېڅ ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. جنګو ډلې د ډېری بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. جیش الاسلام، د خراسان داعش، جیش العدل او اهل سنت او جماعت یوپه بل پسې د بریدونو مسوولیتونه پر غاړه اخیستي دي. دغه ټولې ډلې د شیعه ضد فکر لري/درلودل او همدا موضوع د دې لامل شوې څو دغه ډلې ډېری هزاره ګان د هغوی د مذهب له امله له منځه یوسي.
د شته اطلاعاتو پر بنسټ د ۱۹۸۰ لسیزې نه وړاندې ټولو نژادي او مذهبي ډلو په بلوچستان کې سوکاله او ارامه ژوند کاوه او د دغو ډلو تر منځ هېڅ ډول تاوتریخوالی نه و؛ خو له ۸۰مې لسیزې راپدېخوا په افغانستان کې د جهاد او د ضیاءالحق د حکومت په واکمنۍ کې د بنسټپالنې د پیل راوروسته، پاکستان کې فرقه یي تاوتریخوالي پراختیا وموندله.
«د ځمکې پر مخ دوزخ»
ایمون مورفي د «اسلام او په پاکستان کې فرقه یي تاوتریخوالي» تر سرلیک لاندې په کتاب کې وايي چې په پاکستان کې بې شمېره اقلیتونه شته، خو په دې لړ کې هزاره یوازینی اقلیت دی چې د فرقه یي تاوتریخوالي قرباني شوی دی. د ایمون مورفي په خبره، د جهنګوي ډله په پاکستان کې د هزاره ګانو د وژلو لومړی درجه مسوول دی. یو ځلې د دغې ډلې مشرانو هزاره ګانو ته په اشارې ویلي وو چې «مونږ به پاکستان د هغو په هدیرې بدل کړو» ایمون مورفي وايي چې د جهنګوي ډلې د هزاره ګانو لپاره ځمکه په دوزخ بدله کړي او هزاره ګان تر اوسه پورې کله چې له خپل سیمې بهر ولاړ شي، وېره هم ورسره وي. دغو بریدونو په کوېټه کې د هزاره ګانو په رواني وضعیت ویجاړونکی اغېز پرېښی دی.
په دوهم ګام کې دغه بریدونه د دې لامل شوي څو هزاره ګان د خپلو اوسېدلو او ژوند کولو په دوو اصلي سیمو پورې محدود کړای شي. دغې کړنې سره له دې چې هغوی ته یې نسبي امنیت راوستلی دی، خو د دې لامل شوې چې هغوی له دې اړخه ډېر زیان وویني. په یوه ځانګړي ځای کې راټولېدل د دې لامل کېږي چې افراطي ډلې په راحتۍ خپل هدف په نښه او په ډېر ښه ډول برید ترسره کړي.
د هزاره خلکو د شلمې پېړۍ په نیمايي کې د کوېټې په سیاست، فرهنګ، زده کړې او اقتصاد کې د پام وړ رول لوبولی دی. هغوی د زده کړو نه برخمن و او په ادارو، بازار او نورو دندو کې یې حضور د پراختیا په حال کې و. ویل کېږي چې د بازار او سیاست پر سر سیمه ییزو سیالو هم د فرقه یي کړاونو په رامنځته کولو کې رول درلود. اوسمهال هم د کوېټې هزاره مېشتې سیمې د فرهنګ، زده کړې او ورزشي فعالیتونو له نظره تر ټولو مخکې دي. د ډېرو کړوانو سربېره، د پاکستان د هزاره ټولنې یو شمېر روښان فکري او سیاسي شنونکي هڅه کوي د یاد ښار له نورو اوسېدونکو سره د اړیکې د ټینګښت له لارې، د یاد ښار د اوسېدونکو لپاره په یووالي او سوله کې د ژوند کولو زمینه برابره کړي. خو د وروستیو دوو لسیزو ترهګریزو بریدونه، د کوېټې له نورو اوسېدونکو سره د هزاره ګانو پر اړیکو ژور ټپونه پرېښي دي چې د هغو رغول ډېرو هڅو او سیاسي درایت ته اړتیا لري.
سرچینې:

  • Bismellah, Alizada and Maisam Iltaf (2023). We will make Pakistan their graveyard. Porsesh Policy and Research Institute.

https://www.porseshresearch.org/porseshv2/wp-content/uploads/2023/03/We-Will-Make-Pakistan-Their-Graveyard.pdf

  • Eamon, Murphy (2019). Islam and Sectarian Violence in Pakistan: The Terror Within. New York: Routledge.

ورته لیکنې

Back to top button